روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په سعودی عربستان کې اعدامونه ډېرېږی

په سعودی عربستان کې په اعدام محکومولو جزاوی بیرته  ډېری شوې. لکه څنګه چې د بخښنی نړیوال سازمان (امنیسټی انترنیشنل) د یوه رپوټ څخه معلومېږی، په دغه شاهی هېواد کې د همدې کال د جنورۍ څخه تر جولای پوری حداقل ۴۰ انسانان اعدام شوی دی. دا تر ۲۰۲۰ میلادی کال ټول کال ډېر دی. دا هغه وخت و، چې سعودی عربستان د جې ۲۰ هېوادونو مشری پرغاړه درلوده او په دغه ټول وخت کی بېا ۲۷ کسان اعدام شوی وه.د بخښنی دنړیوال سازمان د منځنی ختیځ او شمالی افریقا د رییس مرستیاله، لیون مالوف وایی: ((کله چې سعودی عربستان ته د جې ۲۰ هېوادونو پاملرنه لږ راکمه شوه، د دغه هېواد چارواکو د خلکو ظالمانه تعقیب بیرته له سره پیل کړ.))د دغه سازمان په حواله : (( ډېری انسانان دغېر عادلانه او غلطو پروسو)) له لارې د بند په سزا او حتی د اعدام په جزا محکوم شوی دی. داسی چی د شکنجې پواسطه د هغوی څخه ((اقرار)) هم اخیستل شوې دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید