روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په سرپُل کې د څښاک اوبو د شبکې د جوړېدو چارې بشپړې شوې

د اسلامی امارت د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت وایی: په ‎سرپُل کې د شاخوا ۲،۶ دوه عشاریه شپږ میلیونو افغانیو په لګښت د څښاک اوبو د یوې شبکې چارې بشپړې شوې.دغه وزارت لا وړمه ورځ په خپل ټویټر پاڼه لیکلی، چې یاده پروژه د وزارت او د ماشومانو د ملاتړ د صندوق یونسف په مالی ملاتړ سره د یوې میاشتې په اوږدو کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې.د یاد وزارت په وینا، د دې پروژې په بشپړېدو سره شاخوا ۱۶۰ کورنیو ته د څښاک اوبو زمینه برابره شوې ده.د کلیو پراختیا او بیا رغونې وزارت د معلوماتو له مخې: د څښاک اوبو ته د لاس رسی پروژې په نورو ولایتونو او هغه سیمو کې هم چې خلک ورته اړتیا لری د پلی کېدو په حال کې دی.

د څښاک پاکو اوبو ته لاس رسی د افغانستان د خلکو له مهمو لومړیتوبونو شمېرل کېږی.

ممکن است شما دوست داشته باشید