روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په زابل کې له ۵۴ سیلاب ځپلو کورنیو سره مرسته وشوه

په زابل کې د افغان سرې میاشتې له لوری د ۵۴ سیلاب ځپلو کورنیو سره مرسته وشوه، د یادې مرستې پر مهال د زابل ولایت د افغان سرې میاشتې ریاست له خوا د شملزو په ځنځیر سیمه کې له ۵۴ سیلاب ځپلو کورنیو سره  غیری خوراکی توکو وېش ترسره شوه. د زابل ولایت دافغان سرې میاشتې رئیس رحیم الله رحیمی باختر اژانس ته ویلی چې د دوی له لوری د شملزو ولسوالۍ د ځنځیر په سیمه کې۵۴ سیلاب ځپلو کورنیو ته چې په مکمل او نیمه ډول ویجاړې شوې وې پنځه قلمه غیری خوراکی توکی ووېشل شول.

د ښاغلی رحیمی په خبره هغه کورنۍ چې په مکمل ډول ړنګې شوې وې هرې کورنۍ ته لاندې توکی ووېشل شول یو باب خیمه ۵ کمپلې۲ د اشپزخانې کیټونه۴ د اوبو ډبې ۱ ترپال ورکړل شول، د دې تر څنګ هغو کورنیو ته چې په نیمه ډول ویجاړې شوې وې  لاندې اجناس ورکول شول: ۵ کمپلې۱ د پخلنځی کیټ۴ د اوبو ډبې۲ترپالونه ورته ووېشل شول.

د یادونې وړه ده،چې د افغانی سرې میاشتې کارکوونکی کور په کور ګرځی ،چې نورې مستحقې کورنۍ هم سروې کړی تر څو یې د دوی هغه حقوق ورته رسولی وی.په ورته وخت کې د یادې ولسوالۍ اوسېدونکی د افغانی سرې میاشتې له ادارې مننه وکړه چې په سخت وخت کې یې د دوی لاس نیوی وکړ او خپل پرسونل یې سیمې ته لېږلی دی، دوی له نورو موسیساتو غوښتنه کوی، چې د شملزو ولسوالۍ  له سیلاب ځپلو کورنیو سره بشری مرستې وکړی،  دوی اوس تر هر وخت زیات خوراکی او غیری خوراکی توکو ته ضرورت لری.

ممکن است شما دوست داشته باشید