روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په زابل کې د کولرا ناروغۍ له امله ۱۲ تنه مړه شوی

د زابل د عامې روغتیا ریاست چارواکی وایی: په دغه ولایت کې شاوخوا ۱۳ زره کسان کولرا یا نس ناستی ته په ورته ناروغۍ اخته شوی، چې له دې ډلې ۱۲ ناروغان مړه شوی دی. د زابل د عامې روغتیا رئیس عبدالحکیم حکیمی وایی : د یادې ناروغۍ تازه پېښې په سیوری او ارغنداب ولسوالیو او دغه راز د مرکز کلات په ترنک سیمه کې رامنځته شوې دی. نوموړی وایی: په کولرا ناروغۍ داخته کسانو د درملنې لپاره یې اړوندو سیمو ته ګرځنده صحی ټېمونه لیږلی او هغه کسان چې وضعیت یې خراب وو ځانګړو روغتونونو ته لیږدول شوی دی، خو د دغو سیمو اوسېدونکی صحی خدمتونو ته له نه لاسرسی شکایت کوی او وایی، چې یو شمېر کسان پروخت د نه درملنې له امله مړه شوی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید