روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په زابل کې د اوبو او برېښنا څلور بندونه جوړېږی

د افغانستان د اوبو چارو د تنظیم ملی اداره وایی، چې په زابل کې د اوبو او برېښنا د څلورو بندونو د جوړېدو تړونونه د ملی پراختیا له شرکت سره لاسلیک شوی، چې ډېر ژر به یې د جوړېدو چارې پیل شی.د دې ادارې د معلوماتو له مخې، اوس د دغو بندونو د لومړنۍ سروې کارونه بشپړ شوی او د تخنیکی سروې لپاره سیمې ته تخنیکی انجنیران استول شوی دی.دا بندونه د میزانی، مرکوک، آجه کلی او علاوالدین۲ په نومونو یادیږی چې د زابل په مرکز کې موقیعت لری.د اوبو چارو د تنظیم ملی اداره وایی: د دې بندونو په جوړولو سره ۲۱ میلیون متره مکعب اوبه مدیریت کیږی، ۵۳۶۲ هکتاره کرنیزه مځکه خړوبوی .

ممکن است شما دوست داشته باشید