روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په زابل کې تر خېمو لاندې د خلکو ژوند

د کلات ښار جنوبی لور ته د خر واریانو او د زابل د مرکز کلات او یو شمېر نورو سیمو اوسېدونکی وروستیو سېلابونو سخت ځپلی دی. اوس دغه خلک له ترپالونو جوړو شویو خېمو لاندې شپې او ورځې سبا کوی.لس کلن جانان چې د یوې جوړې شوې خېمې مخ ته ولاړ دی او شلېدلې څپلۍ یې په پښو دی، له ګرمۍ او یخنۍ دواړو شکایت کوی:(( ژمی راغی، موږ جاکټونه غواړو چې وایې غوندو او موزې غواړو چې په پښو یې کړو. نورو شیانو ته هم اړتیا لرو.))ګلثوم هغه مېرمن ده، چې له خپلو اوو اولادونو سره له رخت څخه په جوړه شوې خېمه کې ژوند کوی. دا وایی چې ډېر سخت ژوند تېروی:(( په خېمو کې پراته یو، نه ډوډۍ لرو، نه اوړه لرو، ماشومان مو وږی دی. ناچارۍ نه فقر کوو، دولت دې له موږ سره مرسته وکړی.))شرف الدین اکا چې له نورو په ډېره کمزورې خېمه کې ژوند کوی، د اوبو بوشکه په لاس ستړی ستومانه د خپلې خیمې خوا ته روان دی. زموږ په لیدو پښه نیولی شو. همدا چې پوه شو خبریال یم، د شکایتونو لمن یې وغوړوله او ویې ویل ، چې غږ یې د چارواکو او مرستندویانو غوږ ته ورسوم:(( سرپناه نه لرو، خېمې مو هم کمزورې دی، چولې او سوری ځایونه یې له ورایه معلومېږی، نه اوړه لرو، نه غوړی لرو، همداسې ګرځو، دلته داسې څوک په ګرانه پیدا کېږی چې له موږ سره مرسته وکړی.))حنفیا بیا د خرواریانو د سیمې هغه اوسېدونکی دی، چې د اوسېدو لپاره یوه حویلۍ لری ، خو له اقتصادی ستونزو سر ټکوی. دی وایی، چې دلته ډېرې داسې کورنۍ اوسېږی چې د ژوند له لومړنیو امکاناتو هم بې برخې دی.د ده په وینا: دولت باید له دغو خلکو سره مرسته وکړی:(( دغه خلک چې په خېمو کې پراته دی، اوبه نه لری، ژمی را روان دی، ماشومان لری، خېمې یې هم کلکې نه دی جوړې شوې، له دولت څخه هیله لرو چې مرسته ورسره وکړی.))د زابل د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو ریاست د ګمارنې برخې مشر عبدالرحمن نېکمل دا منی چې د زابل په کچه ډېرې کورنۍ مرستو ته اړتیا لری، خو وایی چې د کال له پیل څخه تر اوسه یې له ۲۴۰۰ کورنیو سره مرسته کړې چې خوراکی او غیر خوراکی توکی دی.

نېکمل وویل: (( په مرکز او ولسوالیو کې مو ۲۴۰۰ کورنیو ته نغدی مرستې او خېمې ورکړې دی. زموږ ټیمونه اوس هم ګرځی او د اړتیا په صورت کې له خلکو سره نغدی او نورې مرستې کوی.))

د زابل د کار او ټو لنیزو چارو رئیس عبدالوکیل خادم وایی، چې دولت په دې هڅه کې دی چې اړمنو کورنیو ته د کار او سرپناه غم وخوری: (( ولایتی اداره دا پروګرامونه هم په نظر کې لری، چې دوی ته د کار زمینه برابره کړی. موږ ناستې کړې دی، ترڅو ورته د سرپناه ځایونه هم برابر کړو.))

د دولت دوو مرسته کوونکو ریاستونو که څه هم په زابل کې د بې سرپناه کورنیو دقیقه شمېره په ډاکه نه کړه، خو د معلوماتو له مخې د وروستیو سېلابونو او اقتصادی ستونزو له کبله په زابل کې سلګونه کورنۍ سرپناه نه لری.

ممکن است شما دوست داشته باشید