روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په زابل کی د څلور ولایتونو د لوبغاړو ترمنځ «رزمی لوبې» پیل شوې

د زابل د ورزش آمریت مسئولین وایی، چې دې ولایت کې د څلور ولایتونو د رزمی لوبو د لوبغاړو ترمنځ یو ورځنۍ سیالۍ پیل شوې.دغه سیالۍ د څلور ولایتونو زابل، غزنی، کندهار او روزګان د ۵۰ لوبغاړو ترمنځ د کلات ښار په نوی جوړ شوی جمنازیوم کې پیل شوی دی.د زابل د ورزش امر احمد ویلی، چې د یادو سیالیو له جوړېدو یې موخه د رزمی لوبو د غوره لوبغاړو پېژندل دی.ده زیاته کړه، چې په دې سیالیو کې له ۱۷ کیلو څخه تر ۸۵ کیلو وزن پورې لوبغاړی لوبې کوی ،چې ګټوونکو ته یې یو لړ ډالۍ هم په پام کی نیول شوی دی.په ورته مهال یوشمېر لوبغاړی هم د دغو لوبو له جوړېدو خوښی څرګندوی او په وینا یې: راتلونکې کې هم باید ورته دغه شان لوبې برابره شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید