روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په روسیه کې د کرونا ویروس بې سارې کچه ثبت شوې

په روسیه کې د کرونا ویروس په بې ساری توګه لوړ شوی، چې په ۲۴ ساعتونو کې مثبتې پېښې یولک او ۸۰ زره او ۷۱ ته رسېږی.

مثبتې پېښې په داسې حال کې زیاتې شوې ،چې تېره میاشت د کرونا ویروس اومېکرون بڼه د روسیې ټولو برخو ته خپره شوه.په روسیه کې د کرونا ویروس پر وړاندې د مبارزې لپاره ګومارل شوې ډلې دغه ارقام وړمه ورځ خپاره کړی.که څه هم د مثبتو پېښو شمېر زیات شوی، خو په (کووېډ-۱۹) ناروغۍ د مړینو شمېر یو څه کم شوی دی. د مړینو شمېر په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۶۶۱ و، حال دا چې تر دې یوه ورځ مخکې دغه شمېر ۷۹۶ ثبت شوی دی

ممکن است شما دوست داشته باشید