روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په دهراوود ولسوالۍ کې ۶۷ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

دارزګان سیمه ییز چارواکی وایی : د افغان ځواکونو د هوایی بریدونو او ځوابی بریدونو پرمهال ۳۲ وسله وال طالبان وژل شوی او ۳۵ نورټپیان دی.دارزګان د څلورمې لیوا ویاند اقامحمد صافۍ وایی: افغان ځواکونو تېره شپه د دهراوود ولسوالۍ په لنډیانې سیمه کې د طالبانو پر مرکزونو بریدونه کړی ،چې د ۲۶ وسله والو طالبانو جسدونه هم د جګړې په ډګر کې پاتې دی.نوموړی وایی: په دې بریدونو او عملیاتو کې د وسله والو طالبانو ګڼ شمېر وسلی هم افغان ځواکونو ته په لاس ورغلی دی.دی وایی: پلان لری څو ددغه ولایت ګیزاب او دهراوود ولسوالۍ کې وسله وال طالبان نور هم وځپی.دا بریدونه په داسې مهال کېږی چې څو ورځې وړاندې چارواکو د ارزګان په دهراوود او ګیزاب ولسوالیو کې د لسګونو امنیتی سرتېرو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی و.

ممکن است شما دوست داشته باشید