روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په درېیو ولایتونو کې د ستروسو ۱۱۳ جریبه بڼونه جوړېږی

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په پام کې لری، چې په درېو ختیځو ولایتونو (( ننګرهار، کونړ او لغمان)) کې د ستروسو ۱۱۳ جرېبه نوی بڼونه جوړ کړی.دلړم په یوولسمه په کابل کې، ددغو بڼونو د احداث په موخه د بزګرانو او د کرنې وزارت د چارواکو تر منځ هوکړه لیکونه لاسلیک شول. ددغو ۱۱۳ جرېبه جوړېدونکو بڼونو له ډلې ۵۰ جرېبه یې د ننګرهار ۲۴ جرېبه یې د کونړ او ۳۹ جرېبه یې په لغمان ولایت کې جوړیږی. دغه پروژه د کرنې وزارت د بڼوالۍ د ځنځیری ارزښت د پراختیا پروژې له لارې پلی کېږی. ددغو بڼونو دجوړولو ټولیز لګښت ۱۰ میلیونه افغانۍ دی، چې د آسیایی پراختیایی بانک له خوا تمویلېږی.ددغو بڼونو د جوړولو لپاره ۱۵ زره او ۸۲۰ نیالګی اېښودل کېږی. ددغو هوکړه لیکونو په لاسلیک غونډه کې، د کرنې وزارت د بڼوالۍ د ځنځیری ارزښت د پراختیا پروژې مسوول احمد رفیع رایب وویل: (( د ستروسو بڼونه جوړول د بزګرانو د ژوند په بدلون کې مثبت ګام دی، موږ دا کار له ختیځ زون څخه پیل کړ او نورو ولایتونو ته یې هم عځوو. ددغو بڼونو د جوړولو ټولیز لګښت ۱۱۹ زره امریکایی ډالرو ته رسېږی. په دغو بڼونو کې د ستروسو د کورنۍ مالټې، نارنج او لېمو شامل دی. دیادو بڼونو د جوړولو موخه د بزګرانو په ژوند کې مثبت بدلون راوستل دی.))ښاغلی رایب دغه راز وویل: تر سره شوې ارزونې ښیې، چې دغه بڼونه په درېیم کال کې دوه چنده او په پنځم او نورو کلونو کې د غنمو په پرتله تر پنځه برابره عاید لری. ده زیاته کړه: (( د دې ترڅنګ چې موږ له بزګرانو سره مالی مرستې کوو بڼوالو سره د تخنیکی سلا مشورو په برخه کې هم مرسته او همکاری کوو، له تاسو بزګرانو هم زموږ هیله داده، چې په سمه توګه کار وکړئ چې ځان بساینې ته ورسېږو او له بهره د وارداتو مخه ونیسو.))احمد رفیع رایب وویل: د کرنې وزارت په پام کې لری، چې په راتلونکې کې د لوګر، کابل او غزنې ولایتونه هم تر پوښښ لاندې راولی او ورته پروژې په کې پلې کړی.په همدې حال کې د لغمان ولایت بزګر نور محمد وایی: (( موږ د کرنې له وزارت څخه مننه کوو او هیله لرو چې د اوبولګولو د شبکو د جوړولو او په نورو برخو کې له موږ سره همکاری وکړی، موږ ژمنه کوو چې خپل کارونه په سمه توګه پر مخ بوزو او د خپلو بڼونو ساتنه وکړو.)) باید وویل شی، چې له بڼوالو سره د دوى د روزنې، ښاخ پرې، درمل شېندلو، محافظتی جالیو او نورو اړینو برخو کې هم مرسته کېږی.

ممکن است شما دوست داشته باشید