روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په دایکندی کې د ((سوختک )) برېښنا بند ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د دایکندی ځایی چارواکی وایی: سوختک برېښنا بند له جوړېدو وروسته وړمه ورځ پرانیسستل شو.د چارواکو په خبره، دا بند د ۷۰۰  کلیو واټه برېښنا د تولید وړتیا لری. د مالوماتو له مخې، د سوختک بند له برېښنا څخه د دایکندی مرکز ((نیلی)) او شاوخوا سیمو کې په عملی ډول ګټه واخیستل شوه او لږ تر لږه ۲ زره کورنۍ یې د برېښنا له انرژۍ برخمنې شوې. د سوختک برېښنا بند د جوړېدو چارې په ۱۳۹۵ کال کې د ولسمشر غنی د حکم له مخې پیل شوې وی چې اوس بشپړې شوی. سوختک برېښنا بند داسې مهال پرانیستل کېږی، چې څو ورځې وړاندې په نیمروز کې ((کمالخان)) بند جوړ او د ولسمشر له خوا پرانیستل شو.تمه ده، چې په نږدې راتلونکې کې به  د کابل په شکر درې ولسوالی کې د ((شاه او عروس )) او د بدخشان (( شورابک)) بندونو د جوړېدو چارې هم بشپړې او پرابه نیستل شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید