روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په خوست کې ویجاړ شوی پل بېرته جوړېږی

په خوست کې د ۴۱ میلیونو افغانیو په لګښت د وروستیو سیلابونو له امله د یو ویجاړ شوی پله، د بیا جوړولو چارې پیل شوې.دغه پل چې د اسماعېل خېلو مندوزیو ولسوالی اړوند د میشکوڼه په سیمه کې جوړیږی، څه موده وړاندې د زیاتو سېلابونو په سبب وېجاړ شوی و.د ولایتی مسئولینو په وینا: دغه پول چې ۶۰ متره اوږدوالی او ۱۰ متره پلنوالی ولری، چارې به یې په راتلونکو درېیو میاشتې کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شی.د خوست والی مولوی محمدنبی عمری وایی، د دغه پله مالی لګښت د دولت له بودجی څخه ورکول کېږی، چې د استحکام په موخه به د پله یوې او بلې غاړې ته د ۲۵۰ مترو اوږدوالی په اندازه استنادی دېوال هم ولری.(( دغه پل چې ۶۰ متره اوږدوالی  او ۱۰ متره عرض لری انشا‌ءالله په شاوخوا درېیو میاستو کې به بشپړ شی او ګټه به ترې اخیستل کېږی، یو او بل طرف ته استنادی دېوالونه هم لری.))

بل پلو د اسماعېل خېلو مندوزیو ولسوالۍ اوسیدونکی وایی، چې د میشکوڼه په نامه یاد پل د خوست د ملکی هوایی ډګر په ګډون د دغې ولسوالۍ ۸۳ کلی له خوست ښار سره نښلوی.

د یادې سیمې اوسیدونکی عبدالعظیم وایی، چې د یاد پله په ورانېدو سره د سیمې خلک د تګ راتګ پرمهال له ګڼو ستونزو سره مخ دی. (( دغه پل دوه ولسوالۍ او ۸۳ کلی سره نښلوی او هوایی میدان ته هم تګ راتګ ورباندې کېږی او دا ډېر مهم پل دی، پخوا کوچنی جوړ شوی و، چې وروستیو سیلابونو دغه پل له منځه وړی و.))د یادونې وړ ده، چې وروستیو سیلابونو د خوست په مرکز او ولسوالیو کې یو شمېر لوی او کوچنی پلونه ویجاړ کړی ،چې خلکو ته یې په تګ راتګ کې ستونزې جوړې کړی او دوی یې د جوړیدو غوښتنه کوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید