روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په خوست کې معیاری مسلخ جوړ شو

په خوست کې د ښاروالۍ له لوری د ذبحه کولو معیاری ځای ګټې اخیستنې ته وسپارل شو، چې په دې سره به په قصابیو کې د ناروغو او مړو څارویو غوښې د خرڅلاو مخنیوی وشی او ترڅنګ به یې د څارویو د ساری ناورغیو د انتقال مخه هم ونیول شی.د خوست چارواکی وایی: څاروی به د روغتیایی کارکوونکو له خوا معاینه کېږی او له حلالېدو وروسته به یې د ښاروالۍ مسئولین ټاپه کوی او د خرڅلاو اجازه به ورکوی.د خوست ښاروال بسم الله بلال وایی: چا ته به اجازه ور نه کړی چې تر دې وروسته د حلالېدو په نامعیاری ځایونو کې څاروی حلال او ښار ته یې د خرڅولو لپاره وړاندې کړی:(( موږ به په دغه مسلخ کې د تل لپاره یو ډاکټر ولرو چې هغه به څاروی معاینه کوی او وروسته به حلالېږی. همدارنګه وروسته به د ښاروالۍ له طرفه ټاپه کېږی او ښار ته به انتقالېږی، موږ هېچا ته اجازه نه ورکوو، چې په بل ځای کې څاروی حلال کړی.))د خوست د عامې روغتیا ریاست مسئولین هم وایی، د حلالېدو په دې مرکز سره به د ویروسی ناروغیو مخنیوی وشی.د عامې روغتیا رئیس ډاکټر فضل کریم وایی: په نړۍ کې ویروسی ناروغۍ له منځه تللی، خو یوازې په افغانستان کې د ځینو بې غوریو له کبله تراوسه شته: (( په نړۍ کې ویروسی امراض ډېر ختم شوی، خو موږ تراوسه پورې په هغه حالت کې وو چې ډېر ویروسی امراض په انسانانو کې د ډېرو پېچلو ناروغیو سبب شوی دی.))په ورته وخت کې د خوست والی محمد نبی عمری وایی، پخوا به په ښار کې د ناروغو او مړو څارویو معلومات نه کېدل او په خلکو به پلورل کېدل چې د خلکو د ناروغېدو سبب کېدل او اوس به دغه ستونزه حل شی.محمد نبی عمری د خوست ښاروالی وستایله چې په دې وروستیو کې یې د ښار د پرمختګ او بهبود لپاره ګټورې پروژې عملی کړې دی: (( په ځانګړی توګه له ښاروال څخه مننه کوو چې دا پلانونه یې روان کړی، له انجنیرانو هم مننه چې ښې مشورې ورکوی او د پروژو د تطبیق لپاره یې زمینه برابره کړې ده.))د یادلو وړ ده ،چې په دې وروستیو کې د څارویو د پوستکی یو ډول ناروغۍ د هېواد په بېلا بېلو برخو کې ګڼ شمېر څاروی ووژل.دې ناروغۍ له خلکو سره انسانانو ته د انتقال وېره هم پیدا کړې او په خوست کې د دغه مسلخ له جوړېدو سره ممکن په خلکو کې دا وېره تر یو ځایه راکمه شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید