روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په خوست کې له مسولینو سره د خبریالانو ستونزې شریکې شوې

په خوست کې خبریالانو او د رسنیو استازو خپلې ستونزې او غوښتنې په هغه راټولېدنه کې د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له مسولینو سره شریکې کړې چې د خوست د اطلاعاتواو کلتور رییس له لوری وړمه ورځ رابلل شوې وه.په غونډه کې خبریالانو او د رسنیو مسولینو هغه ستونزې په ګوته او د حل غوښتتنه یې وکړه، چې دوی ورسره مخ دی.په خوست کې د رضوان په نامه د خصوصی تلوېزیون مسول ووېیل: په دې غونډه یې خپلې ستونزې د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسولینو سره شریکې کړې، چې د هغوی له خوا ورته د حل ډاډ ورکړل شو:((د نورو غونډو په دوام مو نن هم هغه اندېښنې چې خبریالان ورسره مخ دی، له ځایی مسولینو سره شریکې کړې او د حل په هدف یې ډاډ راکړل شو، چې هغه هم معلوماتو ته د لاسرسی په برخه کې او یو شمېر نورې اندېښنې وې. دوی په دې برخه کې د ډاډ ژمنې وکړې.))د ایوب خاطر په نامه خبریال وایی: هغه ستونزې او خنډونه چې د خبریالانو د کار پر وړاندې پراته دی، له مسولینو سره شریک، خو زیاتوی، چې د دې ترڅنګ د اطلاعاتواو فرهنګ رییس هم د نشراتو په برخه کې د یو څه بدلون غوښتنه وکړه:(( بېلا بېلې ستونزې مو په ډاګه کړې، له دوی مو وغوښتل چې دا ستونزې له ولایتی ادارې او نورو اړوندو چارواکو سره شریکې شی، څو د کار پر وړاندې دا خنډونه له منځه لاړ شی، خو دوی هم په ځینو برخو کې د تغییرانو غوښتنه وکړه.))په ورته مهال د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رییس شبېراحمد عثمانی بیا خبریالانو ته ډاډ ورکړ، چې د دوی د کار پروړاندې به ستونزې نه وی او د اړتیا پرمهال کولی شی له یاد ریاست سره اړیکه ونیسی:(( نن په دې پروګرام کې موږ د رسنیو په ارزښت وغږیدو، د دوی د مشکلاتو په تړاو مو خبرې وکړې، د امارت ځینې پیغامونه مو خبریالانو ته ورسول، خو موږ بیا ډاډ ورکړ ،چې خبریالان به انشاءالله د معلوماتو په برخه کې له هېڅ مشکل سره مخ نه شی.))د یادونې وړ ده ،چې په خوست کې دا درېیم ځل دی، چې ځایی خبریالانو، د رسنیو استازو او د اطلاعاتو او کلتور مسوولینو ترمنځ ناستې کېږی او د خبریالانو او رسنیو په برخه کې ستونزې شریکوی او حل لارې ورته لټوی.مسوولین وایی دا ډول غونډې به دوامداره ساتی، څو د خبریالانو او رسنیو په تړاو ستونزو ته په وخت رسېدنه او حل لارې پیدا شوی وی.

ممکن است شما دوست داشته باشید