روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په خوست کې غیرقانونی روغتیایی کلینیکونه او درملتونونه تړل کېږی

د خوست روغتیایی مسئولین وایی، په دې ولایت کې به هغه ټول روغتونونه، کلینیکونه، درملتونونه او کتنځایونه وتړل شی ،چې په غیر قانونی ډول په روغتیایی خدمتونو بوخت دی.د چارواکو په وینا: غیرقانونی معالجه او درملنه خلکو ته په زیان تمامېږی او دوی به یې مخه ونیسی.د خوست روغتیایی چارواکو یادې څرګندونې په ښار کې د روغتیا په برخه کې د نظارت او تصفیوی عملیاتو پر مهال رسنیو ته کړې.د عامې روغتیا رئیس صاحب ګل خالد وایی: هېچا ته به د خپلسرو روغتیایی خدمتونو اجازه ورنه کړی: “تاسو ولیدل چې موږ خوست ښار کې تصفیوی عملیات پیل کړی دی، هغه کلینیکونه او درملتونونه چې قانونی نه وی هغه به له دې  وروسته تړل کېږی تاسو ولیدل چې مهرولاک شول، ټولو خوست مېشتو ته ډاډ ورکوو، چې په راتلونکې کې به انشاالله د دې له ضرر نه تاسو په امن کې اوسېږئ.))په خوست کې ډاکټران او روغتیایی کارکوونکی هم وایی، خلکو ته باید د عامې روغتیا وزارت د پالیسیو او سټراتېژیو په رڼا کې خدمتونه وړاندې شی، له هغې پرته خپلسرې معالجه د ولسونو لپاره په زیان ده.معالج ډاکټر حبیب شاه انصاری چې د ښار د روغتیا له برخې څخه د نظارت یو غړی دی وایی: په خوست کې هغه شمېر معالجوی او د غاښونو کلینیکونه او درملتونونه ډېر دی، چې جواز نه لری.د ده په وینا: له ۹ کلونو راهیسې د درملتونونو د جوازونو وېش بند شوی، نو دا چې خلک په ډېرېدو دی، د اسلامی امارت د وزیرانو له شورا غواړی چې د جوازونو د بېرته پیلیدو پرېکړه وکړی.په خوست کې د روغتیا د برخې کار کوونکی له کلینیکونو او درملتونونو څخه څار او نظارت د با کیفیته او معیاری درملنې د ترویجولو لپاره یو ښه اقدام بولی.

د غاښونو د برخې یو معالج نور خان وایی: په دې ډول اقداماتو سره دوی متوجه کېږی چې خپلو کلینیکونو او درملتونونو ته قانونی اسناد واخلی او تاریخ تېری او بې کیفیته درمل ونه پلوری.

په خوست کې د پخوا په پرتله د نورو توکو د بیو د لوړیدو تر څنګ د درملو بیې هم لوړې شوی دی.

د پکتیا د څمکنیو ولسوالۍ اوسېدونکی محمدصدیق له مسئولینو غواړی ،چې د روغتیا په برخه کې د نظارت پروسه پیاوړې کړی: (( د درملو له شرکتوو او له دواخانو والاوو نه مو دا هیله ده ،چې دا ولس غریب دی، د معدې د لسو افغانیو والا ګولۍ په شل خرڅوی، همدا شان د سردرد لپاره د اومنېډول ټابلېټ هغه اوس دېرشو افغانیو ته رسېدلی دی، له اسلامی امارت نه مو دا هیله ده چې په مارکیټ کې نظارت وکړی او ولس باید د دوی سره همکار شی، تر څو د خلکو ستونزې حل شی.))

د خوست د روغتیایی چارواکو په وینا د هغو درملتونونو چې تاریخ تېری درمل پلوری او دهغو روغتیایی کلینیکونو او د ډاکټرانو د کتن ځایونو د تړلو لپاره به عملیات دوام وکړی، چې قانونی اسناد نه لری، همداشان د روغتیا په برخه کې د نظارت او تصفیوی عملیاتو روان بهیر به ولسوالیو ته هم وغځول شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید