روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په خوست کې د ۴۴ لوبډلو تر منځ د سولې په نامه سیالۍ پیل شوې

په خوست کې د ۴۴ لوبډلو تر منځ د سولې په نامه د فوټبال سیالۍ پیل شوې. د سیالیو تابیا کوونکی وایی: دغه ټورنمنټ چې درې میاشتې دوام کوی، د خوست د ځایی ټیمونو ترڅنګ په کې د خیبرپښتونخوا د فوټبال ځینې لوبډلې هم برخه لری. د خوست د المپیلک آمر عزیز ملنګ د دغو سیالیو د پرانیستې په مراسمو کې آزادۍ راډیو ته ویلی:(( په خوست کې د ۴۴ لوبډلو تر منځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، په دې سره به له یوې خوا موږ غښتلی سپورت کوونکی پیدا کړو، په دوهم ګام کې به له دې لارې د نېشه یی توکو له استعمال سره مبارزه وکړو، د ځوانانو تر منځ به یووالی پیدا کړو، هیله مې دا ده چې داسې نور شرکتونه هم پیدا شی او په بېلابېلو لوبډلو پانګونه وکړی.)) په خوست کې دا مهال د سپورت په برخه کې لسګونه لوبډلې شته چې
د دغه ولایت په مرکز او بېلابېلو سیمو کې تمرینونه کوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید