د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د خوست د نادرشاه کوټ ولسوالۍ اړوند د ځینی خېلو په شمبوات سیمه کې د نړیوال خوراکی پروګرام په مالی ملاتړ او د افغان پرمختیایی موسسې په چوکاټ کې د ۸۵۰ متره استنادی دېوال جوړولو او ۲۱ متره کانال د صفایۍ چارې بشپړې شوې.د افغان پرمختیایی موسسې ولایتی مسئول عبدالصبورهادی وایی: په دې شپږ میاسشتنۍ پروژه کې د سیمې ۵۶۱ کسان په کار بوخت وو، چې چارې بشپړې شوې:((۵۱۶ کسان په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې په دې پروژه کې مصروف وو، دغه دېوال چې په کومه سیمه کې اچول شوی، ډېره خطرناکه ساحه وه، چې ۸۵۰ متره اوږدوالی لری.))په ورته وخت کې د شمبوات اوسیدونکی وایی: دا لومړی ځل دی، چې په دې ولسوالۍ کې دا ډول پروژه عملی شوه او ګټه یې د سیمې خلکو ته ورسېده.مبارک خان او نقیب الله وایی: په دې پروژه کې د سیمې لسګونو ځوانانو ته د کار زمینه برابره شوه او ترڅنګ یې سلګونه جریبه ځمکه او د شمبوات بازار د سېلاب له خطر څخه وژغورل شو:(( په دې سره بېروز کاره ځوانانو ته کار پیدا شو او بل دا چې سلګونه جریبه ځمګه چې د سیلابونو له خظر سره مخ وه، وساتل شو.))«موږ بېچاره او غریبو خلکو ته د کار زمینه په کې برابره شوې وه او یو ښه دېوال یې راته جوړ کړو.))په عین وخت کې د خوست مرستیال والی محمد انور دین پرور وایی: په دې ګټورې پروژې سره کرنیزې ځمکې، د شمبوات بازار او د خلکو کورونه د سیلابونو له خظره وویستل شول. ده د سیمې له خلکو غوښتنه وکړه، چې د یاد استنادی دېوال نظارت دې په خپله وکړی:(( د وطن، د استنادی دېوالونو، ویالو او سړکونو د ساتلو مسئولیت د ټولو په ګډه دی، باید چې ساتنه یې وکړو.))د یادولو ده، په دې وروستیو کې د زیاتو سېلابونو له کبله د خوست په مرکز او یوشمېر ولسوالیو کې استنادی دېوالونه او پلونه زیانمن شوی، چې د سیمو خلک یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړی او دوی یې د ژر جوړیدو غوښتنه کوی.