روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په ختیځ زون کې ۱۵۰ سرتېری له زده کړو فارغ شول

په ختیځ کې له لومړۍ سرحدی لوا څخه ۱۵۰ سرتېری تر یوې میاشتې زده کړې وروسته فارغ شول، چې د چارواکو په وینا ختیځ کې به د ډیورنډ پر کرښه ځای پر ځای شی. په همدې تړاو اړوندو چارواکو وویل: دغه سرتېری یې په مسلکی توګه روزلی او چمتو دی، چې د ډیورنډ کرښې ساتنه وکړی.د سرحدی لوا قوماندان مولوی ثناالله سینګن وویل: یاد سرتېری به په ننګرهار او کونړ ولایتونو کې د ډیورنډ پر کرښه نویو ۳۲ جوړو شویو پوستو کې ځای پر ځای کړی.د سرحدی لوا قوماندان مولوی ثناالله سینګن زیاته کړه : ((ختیځ کې د لومړۍ سرحدی لوا ۱۵۰ افغان سرتېری له شاوخوا یو میاشتنیو زده کړو وروسته فارغ او نن ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول، دغه سرتېری به په ختځیو ولایتونو کې د ډیورنډ کرښې ته څېرمه د افغانستان د نوی حکومت له لوری په نویو جوړو شویو ۳۲ پوستو کې ځای پر ځای کېږی. ))
د ختیځ زون د سرحدی لوا چارواکی وایی، چې د ډیورنډ پر کرښه د پاکستان له لارې اغزان تار هېڅ چاته د منلو وړ نه دی او نه به اجازه ورکړی.دوی زیاتوی: ډېر ژر به د کرښې د ساتنې په موخه سلګونه نور سرتېری هم په مسلکی توګه وروزل شی.د سرحدی لوا قوماندان مولوی ثناالله سینګن زیاتوی: (( زموږ په پلان کې ده چې راتلوونکی کې د کرښې د ساتنې لپاره دری زره نور سرتېری هم وروزو او هدف به یې د سرحدی سیمو ساتل وی او په دې برخه کې زموږ سرتېری له خپل هېواده د دفاع لپاره اماده دی او همدا رنګه د ډیورنډ پر کرښه د پاکستان له لوری غځول شوی تار هېچا ته د منلو وړ نه دی او نه به یې چاته اجازه ورکړو. ))په ورته مهال ختیځ کې د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو چارواکی وایی، سرتېری یې چمتو دی، چې د هیواد له ارضی تمامیت او شته نظام ساتنه کړی.د دې قول اردو قوماندان عبدالصبور ابو دوجانه پاکستان ته په اشارې وویل، چې ډیورنډ رسمی سرحد نه دی او شته ستونزې پرې باید د خبرو له لارې هوارې شی.عبدالصبور ابو دوجانه زیاته کړه: (( د افغانستان اوسنی دفاعی ځواکونه دا وړتیا لری چې د خپل هیواد له سرحدی سیمو ساتنه وکړی، که چېرې ځینې هیوادونه زموږ پر خاوره حمله وکړی له سخت غبرګون سره به مخ شی، له ځینو هیوادونو سره خو زموږ د هیواد بیخی رسمی پوله نه لرو او له ځینو سره یې چې رسمی سرحد لرو دواړه دې له طالبانو (( اسلامی امارت )) سره خپله ستونزه د خبرو له لارې حل کړی. )) فارغ شوی سرتېری وایی، چې د روزنې په موده کې مسلکی زده کړې ورکړې شوی او هېچا به اجازه ورنه کړی، چې په افغان خاوره تېری وکړی.دوی وویل: هر غیری قانونی عمل به یې له کلک غبرګون سره مخامخ وی: ((ما شاوخوا ۴۵ ورځې تعلیمی زده کړې په لومړۍ سرحدی لوا کې ترسره کړې او اوس د خپل هیواد ساتنې ته اماده یم، زموږ به هغه هیوادونو ته سخت غاښ ماتوونکی ځواب ورکړو، چې غواړی د افغانستان خاوره لاندې کړی او یا یې د نیولو هڅه وکړی، ټولو هیوادوالو ته ډاډ ورکوو ،چې موږ به د خپل ولس او هیواد ساتنه په پوره مېړانې سره کوو او په دې برخه کې خلک تشویش نه کوی. ))

ممکن است شما دوست داشته باشید