روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په خان آباد کې د غیرمسوولو وسله والو قوماندان تسلیم شو

د کندوز د خان اباد ولسوالۍ خپلسری قوماندان د تالقانو په روغتون کې له اوږدې محاصرې وروسته امنیتی ځواکونو ته تسلیم شو.قوماندان نوید خان آبادی، چې د غیرمسوولو وسله والو په لرلو، د خلکو په ځورولو او نورو بشری ضد اقداماتو تورن دی، له نیول کېدو څو ورځې مخکې په خان اباد ولسوالۍ کې له امنیتی خواکونو سره له نښتې وروسته تخار ته وتښتېد.نوموړی د تالقانو په یوه روغتون کې له خپلو یو شمېر وسله والو سره د امنیتی ځواکونو له لوری محاصره شو او له دوو ورځو وروسته تسلیم شو.د تخار امنیه قوماندانۍ پرون /یکشنبه/ وویل چې قوماندان نوید له خپلو ۶ وسله والو سره په تالقانو ښار کې د امنیتی ځواکونو له لوری ونیول شو.د ده د نیولو په عملیاتو کې د تخار او کندوز ولایتونو د امنیه قوماندانۍ او همداراز خاصو ځواکونو برخه لرله.د تخار د امنیه قوماندانۍ ویندوی وایی چې دوی غوښتل د قوماندان نوید د نیولو په عملیاتو کې چا ته زیان وانه ړوی، ځکه نوموړی په ځنډ ونیول شو.د راپورونو له مخې، قوماندان نوید له ۱۰ کلونو راهیسې په خان اباد ولسوالۍ کې د غیرمسوولو وسله والو قوماندان دی خو ځان پاڅونوال بولی.د افغانستان حکومت په وروستیو کې د غیرمسوولو وسله والو خلاف اقدامات زیات کړی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید