روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په حساس وخت کې ملکی وژنې، مهم تصامیم ګواښی!

له بده مرغه د ملکی وژنو لړۍ ښه په درز روانه ده، تېره میاشت خو ترهګریزو بریدونو د ګڼو ملکیانو ژوند واخیست، چې پړه یې نېغ په نېغه طالب ډلې پر غاړه اخیسته، خو د دې ترڅنګ ملګرو ملتونو او نړیوال څېړندویو مراکزو هم د افغانستان د ملکی وګړیو د وژنو او زیانونو رپوټونه ورکړی ، خو بیا هم وینو، چې ملکی وګړی د پردۍ تپل شوې جګړې په اور کې سوځی او درګرده قربانی ورکوی! په تازه پېښه کې ادعا شوې، چې د هلمند ولاىت په موسى کلا ولسوالۍ کې د افغان او بهرنىو ځواکونو په هواىی عملىاتو کې لسګونه ملکی کسان شهیدان شوی او یا ټپیان شوی دی. د هلمند ولاىتی شورا غړی واىی چې په موسى کلا ولسوالۍ کې د ځانگړیو افغان امنىتی ځواکونو په عملىاتو کې ۳۵ ملکىان شهیدان شوی، خو افغان چارواکی بىا د شپږو بهرنىانىو په شمول ىاغىانو ته د تلفاتو خبره کوی. د روىټرز خبری آژانس د هلمند د ولاىتی شورا د دوو غړیو له قوله لىکلی چې پېښه د ىکشنبې په شپه هغه مهال رامنځ ته شوې چې ځانګړیو افغان امنىتی ځواکونو پر ىوه کور چاپه ووهله چې د طالبانو له لوری د ځانمرګیو برىدګرو د روزنې لپاره کارول کېدا. زىاته شوې چې دغه ځاى ته څېرمه د واده مراسم هم وو چې تر برید لاندې راغلی دی. د روىټرز خبری آژانس د هملند د ولاىتی شورا غړی عطاالله افغان، له قوله لىکلی: «۳۵ ملکىان وژل شوی او ۱۳ نور ټپىان دی. دغو کسانو د موسى کلا ولسوالۍ په خاکسار سىمه کې د برىد ځاى ته څېرمه په واده کې ګډون کړى و.)) د ولاىتی شورا بل غړى عبدالمجىد اخوندزاده بىا د وژل شویو ملکی وګړیو شمېر ۴۰ تنه ښیې. اسوشىتد پریس خبری آژانس بىا په رپوټ کې د امرىکایی پوځ له قوله لىکلی چې په برىد کې ۲۲ طالب جنګىالی وژل شوی دی. اسوشىتد پریس خبری آژانس د هلمند د والی وىاند عمر ځواک، له قوله لىکلی چې په دغه برىد کې د شپږو بهرنىانو په شمول ۱۴ ىاغىان وژل شوی دی. د هغه په خبره دوى د ملکی تلفاتو د رپوټونو په هکله تحقىقات کوی.د موسى کلا ولسوالۍ ځاىی اوسېدونکیو وىلی، ګډو ځواکونو د بنو چىنې په سىمه کې د واده په مراسمو بمباری کړې او ډېرى شهیدان شوی کسان هم ښځې او ماشومان دی. ځاىی خلک واىی، په دې بمبارۍ کې څو کورونه تخرىب شوی او خلکو ته د ځانی زىان ترڅنګ، مالی زىانونه هم اوښتی دی. دا پېښه په داسې حال کې کېږی، چې ولسمشر محمد اشرف غنی د طالب ډلې په وړاندې هر ډول ځانګړی بریدونه او د شپې چاپې بندې کړې دی، له همدې امله ناټو وایی، چې ګنې په دې بمبارۍ کې یې بهرنی ترهګر وژلی دی، خو خلک د ملکی کسانو د وژنو رپوټ ورکوی، پر ټولنیزو رسنیو هم د واده پر مراسمو د برید له امله د شهیدانو ماشومانو عکسونه لاس په لاس کوی، په خواله رسنیو کې پر حکومت او ناټو سختې نیوکې شوې او پر هغوى بد وایی. خو ځایی ادارې بیا ویلی، چې ګنې د ملکی وګړیو د وژنې او زیانونو په اړه به څېړنې وکړی! هر څه چې وی، باید ژر په ډاګه شی، خو د ملکی وګړیو وژنې که هغه په هر نامه وی او یا د هر چا یا ډلې له خوا کېږی، په هېڅ توګه د منلو نه دی او بشری جنایت دى، که دا جنایت کورنی ځواکونه کوی، که نړیوال او یا هم ترهګرې او طالب ډلې، جنایت دى، چې جرم یې هم په دې دنیا او هم په هغې دنیا مالوم دى او سخته سزا ده، د جرمونو په اړه خداى پاک په قران مجید کې څو څو ځله فرمایی: (( د محشر په ورځ به، هر چا د ګناهونو پېټۍ د هغوى پر اوږو وی! که چا لږ ګناه کړې وی، پېټى به یې کم او که ډېره کړې وی، پېټى به یې هم ستره وی! )) دغه راز الله پاک د بې ګناه انسانانو وژنه، د ټول بشریت د وژنې په څېر ناوړه او بده بولی! په اوسنیو حالاتو کې هم د افغانستان د برخلیک لپاره د ملکی وګړیو وژنې، خطرناکې پایلې لری، افغانستان له ډېر مهم پړاوه تېرېږی، یعنې افغانستان د ښې راتلونکې یا بربادۍ پر پوله ولاړ دى، له همدېامله هم پر حکومت هم پر ولس او هم پر بهرنیو شریکانو دروند مسوولیت پروت دى، چې دا هېواد له تباهۍ وژغوری. اوس دا مسوولیت ځکه مهم دى، چې د سولې په نامه د هېواد د بربادۍ ناوړه پلان دړې وړې شو او هېواد ته د ساه اخیستنې بل چانس په لاس ورغى، چې هغه ولسمشریزې ټاکنې دی،ولس هغه مهال په دې ټاکنو کې ګډون کوی، چې سر او مال یې خوندی وی، خو پر ولس د بمباریو په صورت کې، بیا دا ولس ټاکنو ته زړه نه ښه کوی ، بیا ولس پر حکومت او نظام باور بایلی او د مجبورې ورځې به د خپل غچ اخیستو هڅه کوی، چې یوه لاره یې د مخالفینو لیکو ته ورګډېدل دی. دا ناوړې کړنې له بده مرغه، چې د دښمن پر ګټه دی. دې ته باید جدی توجه وشی، د ملکی وګړیو د ژوندانه خوندیتوب په اوسنیو حالتو کې اسانه هم دى، که د ملکی وګړیو په کورونو کې د ترهګرو ځالې وی، یا هم په کې ترهګر پټ وی، نو باید کور محاصره شی، ملکی وګړی ترې و ایستل شی، یا کور چاڼ شی، خو پرې له هر ډول څېړنې او ډاډ تر لاسه کولو پرته بمباری، په هېڅ توګه د منلو نه ده او دا نه یوازې،چې د ترهګرۍ ځپلو طریقه نه ده، بلکې د ترهګرۍ پیاوړی کولو هڅه او د نظام پرضد د ولس د پارول دی!

احمد فرهاد

ممکن است شما دوست داشته باشید