روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په جګړو کې د بشری حقونو د نقض اندېښنې

د جګړې شدت او د سولې لپاره نه ژمنتیا دغه وضعیت لا پسې ترینګلی کوی، دا دی په پرله پسې توګه په دې تپل شوې جګړه کې د ملت پر ستونزو او کړاوونو اندېښنې ښکاره کېږی، کله چې جګړه روانه وی، نو د جګړې په شدت کې د بشری حقونو لپاره مبارزه هم کومه مثبته پایله نه ورکوی.

له همدې امله په پرله پسې توګه د جګړې پر ښکېلو غاړو غږ کېږی، چې سوله وکړی او د ملت ژوند خوندی کړی. د افغانستان د بشری حقونو خپلواک کمېسیون یو ځل بیا پر ښکېلو لورو غږ کړی، چې جګړه پای ته ورسوی او د سولې لاره  خپله کړی. دغه کمېسیون همدا رنګه له نړیوالې ټولنې هم په دې برخه کې د مرستې غوښتنه کړې ده، چې دا هڅه یې د ستاینې وړ ده، خو په سیاسی کچه په افغانستان کې د روانې تپل شوې جګړې د مخنیوی هڅې په نشت حساب دی، دغه ادارې چې د افغانستان سیاست پر مخ وړی، په زغرده د ترهګرۍ او د تپل شوې جګړې تر شا د ښکېلو لوریو پرضد غږ نه اوچتوی، هیله ده، چې په دې برخه کې دا بنسټونه هم فعال شی او په خپل وخت د بشری ضد جنایتونو او د جګړې د دوام له امله د دې کړنو پرضد په نړیواله کچه غږ پورته کړی او د تپل شوې جګړې د مخنیوی لپاره نړیوال انسجام پیاوړی او د ترهګرۍ پرضد یې د عمل لپاره راپورته کړی.

د افغانستان د بشری حقونو د کمېسیون مشرې او کمېشنرانو د یاد کمېسیون د تاسیس د ۱۹ مې کلیزی په نمانځغونډه کې د خبرو پر مهال ووېیل،دمګړۍ دوی د بشری حقونو د خوندیتوب او لا پرمختګ پر ځای په دې بوخت دی، چې څنګه وکړی شی د ملکی وګړو ژوند خوندی کړی او د جګړو په کمولو کې ونډه واخلی.

د یاد کمېسیون غړی وایی د مذاکراتو پر دواړو ټیمونو د افغانانو حق دی چې ژر تر ژره سوله  راولی او دلته رامنځ ته شوی خونړی او وحشتناک وضعیت پای ته ورسوی.

یاد کمېسیون دغه راز ټینګار وکړ، چې جنګی جنایتونه د پټېدو نه دی او زیاتوی چې جنګی جنایتکاران به حتما د قانون منګولو ته سپارل کېږی. هو دا خبره سمه او پر ځای ده، یاد کمېسیون باید په دې برخه کې خپلو فعالیتونو ته ډېر زور ورکړی او آن د ترهګریزو او جګړه مارو شبکو تر مشرانو او د دې شبکو د بهرنیو ملاتړیو لورو تر غوږو یې ورسوی!

دا مبارزه باید دومره ګړندۍ شی، چې مثبتې پایلې یې ژر ولیدل شی او په نړیواله محکمه کې هم داسې خوځښتونه وی، چې ګنې مجرمین په ځانګړې توګه د جګړې مجرمین او په دې تپل شوې جګړه کې د افغانانو وژونکی او د هغوی پرضد جنایتونه په کې وڅېړل شی!

د افغانستان د بشری حقونو د کمېسیون دا خبره منو چې سوله په هېواد کې د ولسونو د ارمانونو د پوره کېدو یوازینۍ لاره ده او روانه جګړه یوازې وحشت خپروی او د افغانانو ژوند اخلی.خو د دې جګړې د مخنیوی لپاره د هڅو مسوولیتونو ته هم باید متوجه  شو، چې دا جګړه بنده شی او تر شا یې ولاړ لوری وننګول شی.

دا ریښیتا ده، چې په افغانستان کې د جګړې تکتیکونه ورځ تر بلې خونړی کېږی او ورځ تر بلې د جګړې بڼه بې رحمانه کېږی.

 دا په داسې حال کې ده، چې په هېواد کې تپل شوې جګړه لا پراخه شوې او د بهرنیو ځواکونو د وتو په درشل کې، د سولې لپاره هڅې په ټپه ولاړې دی، پرون هم د بلخ د امنیه  قوماندانۍ مخې ته د موټربم چاودنې له امله د ملکی وګړیو په ګډون لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. دا په پرله پسې توګه بشری جنایتونه دی چې باید په نړیواله کچه یې د مخنیوی لپاره هڅې راوټوکېږی!

موږ دلته د بشری حقونو د خپلواک کمېسیون دا هڅه ستایو، چې پر نړیوالې ټولنې او نړیوالو بنسټونو یې غږ کړی، چې په افغانستان کې د بشری حقونو د خوندیتوب، د جګړو د کمولو او د سولې د راتګ په برخه کې عملی او اغیزناک ګامونه واخلی.

ممکن است شما دوست داشته باشید