روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په جوزجان کې زده‌کوونکی د برېښنا د تولید دستګاه جوړه کړې

د جوزجان د مرکز شبرغان ښار د ښوونځیو یوشمېر زده‌کوونکو د ساینس په نندارتونو  کې خپلې ۶۱ پروژې او علمی تجربې نندارې ته وړاندی کړی.یو زده‌کوونکی احسان‌الله چې په دې نندارتون کې یې ګډون کړی و وایی: یوه کوچنۍ دستګاه یې جوړه کړې چې له بخار نه برېښنا تولیدوی.

دی ډاډ ورکوی، که ملاتړ یې وشی، نورې پروژې به هم برابرې کړی او په ملی او نړیوالو سیالیو کې به د افغانستان لپاره ښې لاسته‌راوړنې ولری.په همدې حال کې د جوزجان د پوهنې ریاست مسئولین د دې نندارتون د جوړولو موخه علمی او تیوری زده‌کړو ته د زده‌کوونکو هڅول یادوی.د جوزجان د پوهنې رئیس محمدطاهر جواد وایی: زده‌کوونکو د بیولوژی، فزیک، کېمیا او ریاضی برخو کې خپلې پروژې او علمی تجربې نندارې ته ایښې دی.

د نوموړی په وینا: د ورته نندارتونونو په جوړېدو سره د ښوونځیو د زده‌کوونکو پوهه او وړتیاوې روښانه کېږی.بله‌خوا د جوزجان د پوهنې ریاست د ساینس او ښوونیزې ټکنالوجۍ د مرکز عمومی مدیر محمدپروېز رهی وایی، چې په یاد نندارتون کې ۱۲۰ زده‌کوونکو خپلې ۶۱ پروژې نندارې ته ایښې دی.دی وایی: له دې وروسته به هڅه وکړی ،چې د زده‌کوونکو د هڅونې لپاره نور ورته نندارتونونه هم جوړ کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید