روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په جنوب ختیځ زون کې د مخابراتی شبکو فعالیتونه په نشت حساب دی

  په جنوب ختیځ زون کې خلک د مخابراتی شبکو له نشتوالی شکایت کوی او فعالیتونه یې په نشت حسابوی،ځکه د خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو په لرې پرتو ولسوالیو او یو شمېر نورو سیمو کې خلک، د مخابراتی خدمتونو د نشتوالی او خرابوالی له کبله له ګڼو ستونزو سره مخ دی او دوی له مسئولینو غوښتنه کوی،چې خصوصی مخابراتی شرکتونه دې اړ کړی، چې په دغو سیمو کې فعالیتونه پیل او کیفیت ښه کړی. د خوست د سپېرې ولسوالۍ اوسېدونکی وزیرالله وایی: د جګړو پر مهال طالبانو (اسلامی امارت) مخابراتی شبکو ته اجازه نه ورکوله،چې له همدې امله لینی یا ځمکنی تلېفونونه استعمالوئ،خو دغه هم په سختی سره کار کوی او له مسئولینو په دې برخه کې کار غواړی: ((دلته موبایل کار نه کوی له ډېرو ستونزو سره یې مخ کړی یو، ځمکنۍ تلېفون لرو،خو هغه سم کار نه کوی یوازې ضروری کارونه ورباندې کوو، موږ ته دې مخابراتی شبکې جوړې شی،چې له نړۍ سره وصل شو او دا ستونزه مو حل شی. )) په ورته وخت کې د پکتیا بل اوسېدونکی سید جمال آصف خېل هم په لرې پرتو ولسوالیو کې د مخابراتی شبکو له نشتوالی شکایت کوی او وایی،چې په هغو سیمو کې هم مخابراتی خدمتونو ته خلک لاسرسی نه لری.ده له حکومتی چارواکو غوښتنه کوی، چې د دوی په هغه سیمو کې چې ستونزې موجودې دی، مخابراتی شبکې دې فعالې او خدمتونه دې وړاندې کړی. (( د پکتیا په ځینو لرې پرتو ولسوالیو کې اوس هم شبکې کار نه کوی، خلک یې له مخابراتی خدمتونو څخه بې برخې دی، نو موږ هیله مند یو، چې دغه د پوښښ ساحه یې ټولو سیمو ته په دقیق ډول ورسېږی. )) په ورته مهال د پکتیکا اوسېدونکی هم وایی په مرکز او ولسوالیو کې مخابراتی شبکې کمزورې دی او خلک له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دی.د پکتیکا اوسېدونکی عبیدالله وایی: د مرکز په شمول په لرې پرتو ولسوالیو کې مخابراتی شبکې په دې وروستیو کې خرابې شوې او د خلکو ورځنی کارونه هم ورسره ستونزمن شوی دی: (( د پکتیکا په مرکز او ولسوالیو کې هم تلېفونی شبکې کمزورې دی، شبکې اکثره وخت کار نه کوی او نه وصلېږی، کله چې وصل شی بیا له یو لوری غږ نه اورېدل کېږی او کله د بل لوری، دا په پکتیکا کې یوه لویه ستونزه ده. ))،خو په ورته وخت کې دافغانستان د اترا ادراې مسئول شمس وایی ،چې په دې وروستیو کې یې د مخابراتی شبکو ۱۰۰۰آنتنونه چې د جګړو له امله زیانمن شوی وو بېرته رغولی او ترڅنګ یې ۱۰۰۰ هغه آنتنونه بېرته فعال کړی،چې ۲۴ ساعته فعالیتونه یې نه شول کولی.دی وایی: ۴۵۰آنتنونه د لرې پرتو سیمو لپاره منظور شوی،چې په لګولو سره به یې مخابراتی شبکې قوی شی او د پوښښ ساحه به یې زیاته شی: ((د اترا ادراه له خپلې بودیجی د ۱۴۰۱ کال لپاره ۴۵۰ آنتنونه په پلان کې نېولی، چې منظور شوی هم دی، د دغو آنتنونو زیاته پاملرنه به هغو لرو پرتو سیمو ته کېږی، چې د جګړو له امله هلته کار نه و شوی او په جنوبی زون کې به زیات تمرکز وی ،چې په دې سره به هلته مخابراتی پوښښ نور هم ښه شی. )) د یادونې وړ ده، چې د جمهوریت پر مهال په ځینو سیمو کې روانه جګړه د مخابراتی شبکو د فعالیت پر وړاندې خنډ ګڼل کېده، خو له هغه وروسته یو کال تېرېږی او لا هم د هېواد په ډېرو برخو کې مخابراتی شبکې فعالیت نه لری او تر پوښښ لاندې سیمو کې هم په دې وروستیو کې د خلکو شکایتونه ډېر شوی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید