د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
په جنوبی پاسفیک سمندرګی کې تر اوبو لاندې د اورشیندی،آتش فشان له امله سمندری توپان یا سونامی رامنځته شوې.د اورغورځونې پېښه د ټونګا ټاپو ته نږدې رامنځته شوې، چې له امله یې د دې ټاپو سواحلو ته اوبه یو متر پورته شوی او خلک له خپلو هستوګنځایونو په تېښه دی.د سمندری توپان ګواښونه ان د امریکا کالیفورنیا ایالت ته هم رسېدلی.په امریکا کې مېشت د پاسفیک سمندر د سونامی،سمندری توپان د څار مرکز ویلی، چې د امریکا ساماوو ټاپوګان هم چې د اورشیندی له مرکزه زر کیلومتره لېرې دی د اوبو څپو ځپلی دی.په پاسفیک سمندر کې پراته اکثره ټاپوګان د دغسې سمندری توپانونو له امله د ډوبېدو له خطر سره مخ دی.