روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په جرمنی کې د مهاجرو د کورنیو د الحاق لپاره هڅې

د جرمنی په قانون کې د کورنۍ د یوځای کېدو بشپړ حق په پام کې نیول شوی. هغه کسان چې په جرمنی کې پناه ترلاسه کوی، د کورنۍ غړی یې هم کولی شی زر تر زره جرمنی ته راشی او د خپلې کورنۍ له غړو سره ګډ ژوند ته ادامه وکړی. په ځانګړی توګه دا ډول کسان کولی شی قانونی عمر ته خپل نه رسیدلې ماشومان یا د ژوند ملګری یا ملګرۍ جرمنی ته را وغواړی.همدارنګه ماشومان هم د خپل مور او پلار د رابللو حق لری. د اجتماعی حفاظت ترلاسه کوونکو مهاجرو په برخه کې بیا قانون یو څه توپیر کوی. پناه غوښتونکو ته د دا ډول حفاظت ورکولو لړۍ په ۲۰۱۶م کال کې هغه وخت پیل شوه چې په کورنۍ جګړه کې له ښکېل هېواد سوریې څخه جرمنی ته د پناه غوښتونکو د راتګ لړۍ پیل شوه.د روان کال له مارچ میاشتې راهیسې له جرمنی دباندې د دغه هېواد په قونسلګریو کې د کورنۍ د الحاق یا یوځای کېدو په زرګونه غوښتنلیکونه جمع او اجراتو ته پراته دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید