روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په تېر یو کال کې ٩۵٠ بېلابېلې ورزشی سیالۍ  په هېواد کې ترسره شوې

ملت ته د حکومت د حساب ورکولو په دوام د بدنی روزنې او ورزش د لوى ریاست او د المپیک د ملی کمیټې مسئولینو پرون په غونډه کې د دغه ریاست د تېر یو کال فعالیتونه او لاسته راوړنې بیان کړې. په دې غونډه کې چې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې جوړه شوې وه د بدنی روزنې او ورزش او د المپیک د کمیټې د لوى ریاست سرپرست نظرمحمد مطمئن وویل: دغه ریاست توانېدلى چې په تېر یو کال کې د هېواد په مرکز او ولایتونو کې د بېلابېلو څانګو ٩۵٠ سیالۍ تر سره کړی.د مطمئن د څرګندونو له مخې: د المپیک ملی کمیټه  په همدې موده کې د افغانستان، ایران او پاکستان د ورزشکارانو په ګډون د موتاى او د رزمی ورزشونو سیالۍ په نیمروز او هرات کې ترسره کړی او د ښځو او نارینه و په ګډون د ملی ټیم دوه زره ورزشکارانو سره د المپیک نړیوالې کمیټې له خوا نغدی مرسته شوې او دغه راز ۵٠  فوق العاده ورزشی پروګرامونه یې د هېواد په مرکز او ولایتونو کې ترسره کړی دی.مطمئن وویل ،چې د دغه ریاست د مسئولینو د هلو ځلو په نتیجه کې د هېواد په ٢٩ ولایتونو کې د  دوه زره ننداره کوونکو په ظرفیت ٢٩ ورزشی جمنازیومونه او د کابل ښار د حضوری چمن ٨۵ جریبه ځمکه د تفریحی او ورزشی ساحې د جوړولو لپاره دغې ادارې ته بېرته ورکړل شوه.د هغه د څرګندونو له مخې؛ د بدنی روزنې او ورزش او د المپیک کمیټې د لوى ریاست مسئولینو په تېر یو کال کې د قطر، ایران، تاجکستان، هند، ازبکستان، اندونیزیا، پاکستان، قرغزستان، سعودی عربستان، ترکیې، کیوبا، جاپان، روسیې او کوریا  هېوادونو ته  ٢٢ رسمی سفرونه کړی، چی ښه بریالیتوبونه یې لرل.هغه څرګنده کړه چې د المپیک کمیټه په کمو امکاناتو سره توانېدلې  چې په دې موده کې  د اټکل شوی پلان له مخې  په سلو کې ٨٠ خپل  فعالیتونه عملی او ۶ میلیونه  افغانۍ عواید د دولت بودیجې ته ولېږی.د یادونې وړ ده چې د بدنی روزنې او ورزش او د المپیک کمیټې لوى ریاست په ملی کچه د ورزش د بنسټیز کېدو په موخه د ورزشی خدمتونو د وړاندې کولو ډېر لوړ دولتی ارګان دى  چې موخه یې په ټولنه کې د ورزش وده، پراختیا او د ورزشی فرهنک رواجول دی. باختر

ممکن است شما دوست داشته باشید