روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په تېرکال کې په بېسارې توګه د سولې لپاره هلې ځلې وشوې

افغان ولس سوله غواړی،ځکه سوله الهی امر دی په سوله کې د ژوند ټولې ښګڼې نغښتی ،ولس مو نور له جنګ جګړو ستړی شوی، د تلپاتې سولې او سوکالۍ په هیله له کلونو شپې او ورځې سبا کوی،  تېر کال کله چې ولسمشر غنی د سولې طرحه وړاندې کړه، نه یواځې په کور دننه ، بلکې نړیوالو هم دغه طرحه خوښه کړه، وستایل شوه او ملاتړ یې وشو. افغان دولت او په ځانګړی ډول د سولې عالی شورا د هڅو په پایله کې د نړۍ ټولو اسلامی هېوادونو په افغانستان کې روانه جګړه (( ناروا )) او ترهګریز بریدونه (( حرام)) وګڼل. دې ته په کتو سره د سولې هلې ځلې زیاتې شوې او له همدې امله مو تېر کال هېواد وال د سولې په لاره کې د نویو بدلونونو شاهدان وو. افغان سوله د یوې مهمې مسئلې په توګه په نړیوال سطحه مطرح شوه او په کور د ننه د دې سولې لپاره ګڼې غونډې جوړې شوې، آن تر دې ،چې د سولې د ملی مشورتی لویې جرګې وړاندیز هم وشو ، چې اوس یې د جوړولو لپاره هڅې ښې په درز روانې دی او په راروانه میاشت کې به جوړه شی، خو له دې سره سره ،چې د افغان سولې بهیر په تېر۱۳۹۷ لمریز کال کې ښه پرمختګونه درلودل له بده مرغه ،چې لا تر اوسه یې پایلې نه دی مالومې، یوازې خلک او نړیوال ورته هیله من دی او ولسمشر غنی او امریکا وایی، چې دا هڅې به پایلې ورکړی او په افغانستان کې سوله راتلونکې ده. په تېرو ۱۷ کلونو کې د لومړی ځل لپاره تېرکال د حکومت او طالبانو تر منځ لنډ اوربند وشو او خلکو د کوچنی اختر په درېیو ورځو کې په سوله کې ژوند تجربه کړ.افغان حکومت په لوی اختر کې هم مشروط اوربند اعلام کړ، خو طالبان ورته د کوچنی اختر په شان ژمن پاتې نه‌شول.ولسمشر محمد اشرف غنی وایی: (( افغان حکومت وکولای شول ،چې سوله په اصلی بحث بدله کړی او اوس د سولې موضوع په ملی او نړیواله کچه د ژبو پر سر ده.نوموړی وویل: ((افغان حکومت په‌دې ویاړی.  چې سوله د ده د باور وړ موضوع وه او په مطلق ډول څنډې ته شوې وه، نن په متن کې ده، افغان ټولنه، سیمه او نړیواله ټولنه ټول د سولې خبرې کوی.))د افغانستان د جګړې د ناروا ګڼلو او له سولې د ملاتړ په تړاو په هېواد، سعودی عربستان، اندونیزیا او پاکستان کې د دینی عالمانو غونډې په ۱۳۹۷ لمریز کال کې د افغان سولې په برخه کې نور پرمختګونه وو.دغه شان د اسلامی هېوادونو د همکارۍ سازمان غړیو هم د سعودی عربستان د جدې په ښار کې د غونډې په جوړولو سره په افغانستان کې جګړه وغندله او د افغانستان د سولې له پروسې یې خپل ملاتړ اعلام کړ، خو هغه څه چې د سولې بهیر ته یې ساه ورکړه، د افغان سولې لپاره د ځانګړی استازی په توګه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له‌خوا د زلمی خلیلزاد ټاکل وو.د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په‌دې برخه کې ښاغلی خلیلزاد ښه انتخاب وګڼلو.زلمی خلیلزاد د خپل کار په پیل سره په متحدو اماراتو او قطر کې له طالبانو سره مخامخ خبرې پیل کړې او ورسره د طالبانو یو مهم غړى ملا عبدالغنی برادر هم د پاکستان له زندانه خوشى او په قطر کې د طالبانو د دفتر د رییس په توګه غوره شو.د افغان ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش وایی: سولې ته د رسېدو لپاره باید هېڅوک او هېڅ لورى یو پر بل ځان لوړ ونه ګڼی او انحصار غوښتنه ونه‌لری.نوموړی زیاته کړه: (( سوله باید د انحصار او برترۍ غوښتنې په ډول رامنځته نه‌شی او باید څوک په‌دې فکر کې نه‌وی، چې د سولې په نامه به د یو بشپړ واک په توګه د نورو پر برخلیک حاکم وی.))په ۱۳۹۷ کال کې سیمه‌ییز او نړیوال ملاتړ هم له افغان سولې پراخ شو، د ملګرو ملتونو سازمان، برېتانیا، ناټو، روسیې، چین، پاکستان، هند او یو شمېر نورو هېوادونو هم اعلام وکړ ،چې د افغانانو په رهبرۍ د افغان سولې له بهیره ملاتړ کوی.د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد څو ځلې د سیمې یو شمېر هېوادونو لکه سعودی عربستان، روسیې، چین، متحدو عربی اماراتو او پاکستان ته سفرونه وکړل او هڅه‌ یې دا وه چې د افغان سولې په برخه کې د ټولو دغو هېوادونو ملاتړ خپل کړی.ښاغلی خلیلزاد او طالبانو په تېرو څو میاشتو کې پنځه پړاوه خبرې وکړې او دواړو خواوو ویلی، چې په ځینو مسایلو کې هوکړې ته رسېدلی.د افغان حکومت اجرائیه رییس عبدالله عبدالله په قطر کې په‌دې هوکړه ،چې طالبان به له القاعده او نورو تروریستی ډلو سره خپلې اړیکې پرې کوی خوښی څرګنده کړه.نوموړی زیاته کړه: (( ویل کېږی طالبانو هوکړه کړې چې نور به له ترهګرو ډلو د القاعده په ګډون ملاتړ نه‌کوی او ورسره به مقابله کوی، که دا خپور شوى خبر رېښتیا وی ، زه هیله من یم چې دغه شان به وی، د افغانستان د ستونزې یوه برخه هوارېږی.)) خو امریکا لا هم باور نه لری، چې ګنې طالبان به د سولې له هوکړې وروسته له ترهګرۍ سره اړیکې پرې کړی، ځکه دا ناشونې ده، د امریکا په اند هغوى دواړه یوه عقیده لری او د یوې موخې لپاره یې لسګونه کلونه اوږه په اوږه جګړه کړې ده، نو د امریکا په نظر طالبان داسې د باور وړ ډله نه ده، چې له ترهګرۍ دې لاس واخلی او یا دې له ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې کړی، له همدې امله امریکا اعلام وکړ، د افغانانو لپاره داسې سوله غواړی، چې د هغوى ملی او منل شوی ارزښتونه په کې خوندی وی، څو ورځې وړاندې هم امریکایی استازیو له چین، روسیې، اروپایی ټولنې او نورو استازیو سره په دې اړه خبرې وکړې او پرېکړه یې وکړه، چې هغوى به د سولې لپاره بله غونډه په کابل کې جوړوی، د هغوى دریځ دا و، چې د سولې لپاره خبرې باید بین الافغانی وی. بل لورى د سولې د سیمه‌ییزې اجماع په چارو کې د ولسمشر د ځانګړی استازی او د سولې د عالی شورا د دارالانشاء د رییس په توګه د محمد عمر داوودزی ټاکل د افغان سولې په برخه کې په ۱۳۹۷ کال کې بل اقدام و.ښاغلی داوودزی هم تر اوسه پاکستان، چین او ایران ته سفرونه کړی او هڅه کوی، چې د افغان سولې په برخه کې د دغو هېوادونو ملاتړ خپل کړی.دغه شان د سولې په برخه کې د هڅو په لړ کې کولای شو، د مسکو له غونډې هم یادونه وکړو، په‌ دې غونډه کې حامد کرزی او یو شمېر نورو سیاسی څېرو او د ګوندونو استازو ګډون وکړ او د لومړی ځل لپاره له طالب استازیو سره د سولې په پار یو او بل ته مخامخ شول، په هغې غونډه کې پخوانۍ شمالی ټلوالې ، وحدت ګوند او نورو طالب مخالفو ډلو د لومړی ځل لپاره له طالبانو سره وکتل ، چې د هغې غونډې همدا ټکی د یادونې وړ دی، خو افغان حکومت دا بې ګټې او نمایشی وبلله او ویې ویل، چې د افغان حکومت په غیاب کې د دا شان غونډو جوړول به کومه ګټه ونه‌کړی.د سولې د عالی شورا ویاند سید احسان طاهری هم قطر او نورو هغو غونډو ته په اشارې سره، چې د افغان حکومت استازو په کې ګډون نه درلود وایی: په دا شان غونډو کې یوازې تفاهم کېږی نه په خبره یې توافق. نوموړی وویل: (( اصلی توافقات د افغان حکومت او طالبانو تر منځ په خبرو کې کېږی او دا د ټولو اړخونو په خیر ګڼو.)) دلته په کور د ننه د ولس احساسات هم را وپارېدل او د مسکو د غونډې غندنه یې وکړه، ځکه طالبان د سولې لپاره د کعبې په ځاى په مسکو کې حاضر شول، دې ته په اشارې سره ولسمشر تېر کال شینوارو ته د سفر په لړ کې لویې ولسی غونډې ته وویل، چې زه په مسکو کې نه ،بلکې پر کعبه کې د سولې هوکړه لاسلیکوم، د ولسمشر غنی دا پیغام په بې ساری توګه وستایل شو او تمام ولس یې هرکلى وکړ. په هر حال افغان حکومت په ۱۳۹۷ کال کې اعلام وکړ ،چې د سولې مشورتی لویه جرګه جوړوی، په لومړی سر کې ویل شوی وو،
چې دغه جرګه د کب میاشتې په وروستیو کې جوړېږی، خو وروسته بیا د سولې عالی شورا وویل، چې دا جرګه به د ثور میاشتې په نهمه جوړه شی، چې د ولس له بېلابېلو قشرونو به استازی په کې ګډون وکړی، وایی دا جرګه به څلور ورځې دوام وکړی، خو ښایی اوږده هم شی، په دې جرګه کې به د ولس پر استازیو سربېره د مدنی ټولنې، بشری حقونو، رسنیو او نورو ارګانونو استازی هم برخه واخلی.د سولې ولسی حرکتونه هم په‌دغه کال کې زیات شول، چې له دې لړۍ د هلمند د سولې له  کاروان  نه یادونه کولای شو، د دغه کاروان غړیو چې وروسته ډېر شول له هلمنده تر کابل پلی او له کابل بیا تر مزارشریف پورې  پلې پښې سفر وکړ.د دغه حرکت غړی ظاهر جان  ولیزى وایی، چې دا هڅې به بالاخره دوی سولې ته ورسوی:(( هیله مند یم چې زموږ حرکتونه او هڅې نتیجه ورکړی، خدای مهربانه دی، خلک که وغواړی سوله راځی، له طالبانو او حکومت دواړو خواوو څخه غواړم ، چې د خلکو غوښتنې ته لبیک ووایی او سوله وکړی.))د سولې په برخه کې د پاکستان د صدراعظم څرګندونې چې ویلی یې وو، په افغانستان کې به نوی او هر اړخیز حکومت جوړ شی د افغان حکومت له غبرګون سره مخ شوې.د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د دغو څرګندونو په غبرګون کې په کابل کې د یاکستان د سفارت استازی احضار کړ. افغان حکومت تل ټینګار کړی، چې سولې ته د رسېدو لپاره یوازنۍ لاره د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې دی، خو طالبانو تراوسه دغه وړاندیز ته مثبت ځواب نه‌دى ویلى.ښاغلی غنی په وار- وار دا ویلی، حاضر دى چې په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره له خپل سره هم تېر شی، خو ټینګار یې پر دې دی، چې سوله باید په دقت سره وشی:(( د سولې بهیر تراوسه په دقت، تامل او تدبیر سره مخته تللی، موږ مسوولیت لرو، چې د یوې با عزته او تلپاتې سولې لپاره چې د ټولو افغانانو غوښتنه ده دا په پام کې ونیسو.))ښځو بیا د افغان سولې په برخه کې خپل رول کمرنګه ګڼلى او د بېلابېلو غونډو په جوړولو سره یې په‌دې اړه اندېښنه څرګنده کړې ،چې د وروستیو کلونو لاسته راوړنې په ځانګړی ډول د ښځو په برخه کې باید هېرې نه‌شی، خو د افغان حکومت چارواکو تل ډاډ ورکړی، چې د وروستیو کلونو لاسته راوړنې په ځانګړی ډول د ښځو په برخه کې پرمختګونه به خوندی پاتې کېږی.په ورته وخت کې د سولې د پروسې په برخه کې پر زلمی خلیلزاد د افغانستان د امنیت شورا د سلاکار حمدالله محب نیوکو چې ګنې نوموړى غواړی د سولې په خبرو کې افغان حکومت څنډې ته کړی، بېلابېل غبرګونونه لرل.امریکایی چارواکو په‌دې تند غبرګونونه وښودل او ویې ویل ،چې په ښاغلی خلیلزاد انتقاد د هغه هېواد په بهرنیو چارو وزارت انتقاد دى. یو شمېر حکومتی او غیر حکومتی کړیو هم د ښاغلی محب د دغو څرګندونو په اړه غبرګونونه درلودل یو شمېر ورڅخه ملاتړ وکړ او یو شمېر بیا سلیقوی وبللې، خو عامو خلکو ته بیا هر څنګه، چې وی سولې ته رسېدل مهم دی دوی وایی: دا د دوی اساسی او یوازنۍ غوښتنه ده:(( موږ جګړه نه غواړو ،بلکې سوله غواړو ،چې په‌دې برخه کې باید همکاری وشی، له ۴۰ کلونو وروسته په افغانستان کې په قوت سره دا غږ پورته شوی، چې موږ سوله غواړو.))په افغانستان کې دوامداره او ورانکارو جګړو خلک داسې سولې ته تږی کړی، چې په‌دې تړاو آن یوه وړه خبره او کوچنۍ غونډه هم په نیک فال نیسی او دغه ارمان ته د رسېدو لپاره یې هیله من کوی.

شهیراحمد نظری

ممکن است شما دوست داشته باشید