د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د افغانستان دکډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مسوولین وایی، چې د روان کال له پیله تر دې دمه ۵۰۰ زره افغان کډوال بېرته افغان خاورې ته راستانه شوی دی.د یاد وزارت ویاند باسط انصاری وایی : په یاد شمېر افغان کډوالو کې یواځې ۴۸۰ زره افغانان له ایران څخه راستانه شوی دی.نوموړی زیاتوی، چې په ایران کې د افغان کډوالو پر وړاندې ډېرې ستونزې شتون لری او په خبره یې هڅه کوی دا ستونزې له ایرانی چارواکو سره په خبرو حل کړی.انصاری زیاته کړه: که څه هم په ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو پر وړاندې شته ستونزې د تېرو کلونو په پرتله یو څه کمې شوی او له همدې امله د کډوالو په بیرته راتګ کې هم کموالی راغلی دی.دا په داسې حال کې ده چې اوس هم په ایران او پاکستان کې افغان کډوال له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان او دوی له حکومت نه په دې برخه کې د ستونزو د حل غوښتنه کوی.