روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په تېرو شپږو میاشتو کې هدفی وژنو ۵۳۳ ملکی وګړی وژلی دی

د افغانستان د بشری حقونو خپلواک کمېسیون په هېواد کې د روانو هدفی بریدونو په اړه اندېښنه ښودلې ده. دې ادارې ویلی د دوی موندنې ښیی، چې د روان کال له شپږ میاشتو راپه دې خوا په هدفی بریدونو کې ۵۳۳ کسان وژل شوی او له ۴۰۰ ډېر نور ټپیان شوی دی.د دغه بنسټ مشرې شهزاد اکبر ویلی: هره ورځ په چارواکو، دینی عالمانو او ملکی وګړیو هدفی حملې کېږی چې د دوی اندېښنې یې زیاتې کړی دی.د دې ادارې د معلوماتو له مخې، یوازې په کندهار کې د سږکال د فبرورۍ د ۱۹ او د سپتمبر د ۲۰ ترمنځ د ۷ مېرمنو په ګډون ۱۲۲ ملکی وګړی وژل شوی دی.ملی دفاع وزارت ویلی، چې د یکشنبې په ورځ یې دوه افسران په کابل کې شهیدان شوی دی، دغه راز له دې برید وروسته اطلاعاتو ته د لاسرسی کمېسیون پر غړی او ویاند حمدالله ارباب او د میدان ښار پر ښاروالې ظریفه غفاری بریدونه وشول چې دواړه ترې روغ ووتل.په دې بریدونو کې په داسې مهال زیاتوالی راځی چې د افغان دولت او طالبانو مذاکره کوونکی پلاوی له دری اوونیو راپه دې خوا په دوحه کې په خبرو بوخت دی، خو تر اوسه کومې هوکړې ته نه دی رسېدلی.

ممکن است شما دوست داشته باشید