روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په تېرو۲۰ کلونو کې په افغانستان کې ۱۱۹ خبریالان وژل شوی

د افغانستان د کورنیوچارو وزارت وایی، چې له ۱۳۸۱ کال راهیسې په هېواد دننه ۱۱۷ خبریالان وژل شوی او له هېواد د باندې بیا دوه خبریالان وژل شوی دی.یاد وزارت زیاتوی، چې دوی په دې اړه ټولو قضیو ته رسېدګی کړې  او تر دې دمه یې ۲۸ کسان د خبریالانو د وژلو او ترور په تور نیولی دی.د کورنیو چارو وزارت وایی: د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالی ټولې قضیې یې څېړلې او ځینې یې اوس هم تر کار لاندې دی.خو بل لورته د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه بیا وایی، چې په وروستیو شپږو میاشتو کې پر خبریالانو بریدونه، د دوی پر وړاندې ګواښونه او ستونزې کمې شوې دی.د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه له حکومت غواړی،چې د بیان آزادۍ ملاتړ ډېر کړی او دوی ته د کار او فعالیت خوندی زمینې برابرې کړی.افغان خبریالان ډېرکله پر حکومت له دې امله نیوکه کوی، چې د دوی خوندیتوب ته پام نه کوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید