د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
په افغانستان کې د ملکې وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډله وایی چې په تېره میاشت کې نږدې اته سوه ملکی خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.د ملکی وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډلې د تېرې میلادی میاشتې راپور ښیی چې د اګېست په میاشت کې څه باندې ۲۶۰ ملکی افغانان وژل شوی او ۵۲۴ نور ټپیان شوی دی.د دغې ډلې مسوول عزیز احمد تسل پرون ویلی:
په تېره میاشت کې نږدې ۸۰۰ ملکی افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې په افغانستان کې د ملکې وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډله وایی چې په تېره میاشت کې نږدې اته سوه ملکی خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.د ملکی وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډلې د تېرې میلادی میاشتې راپور ښیی چې د اګېست په میاشت کې څه باندې ۲۶۰ ملکی افغانان وژل شوی او ۵۲۴ نور ټپیان شوی دی.د دغې ډلې مسوول عزیز احمد تسل پرون ویلی:
دا شمېره د روان کال د بلې هرې میاشتې په پرتله لوړه ده.نوموړی د جګړې له ښکېلو خواوو په ځانګړې ډول له طالبانو او افغان حکومته غواړی چې په جګړه کې د ملکی خلکو د خوندیتوب قوانین مراعت کړی.
د مرګ ژوبلې دا شمېرې د افغانستان په ۱۹ ولایتونو کې ثبت شوې دی.د ملکی وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډلې د درجه بندۍ له مخې، دغه مرګ ژوبله تر ډېره د انتحاری حملو، مخامخ جګړې، ماینونو او هدفی وژنو په ترڅ کې رامنځته شوې دی. د یادونې ده چې د تېرې اګېست په میاشت کې غزنی د وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو تر منځ د سختو جګړو شاهد و. په کابل کې د موعود په نوم په یوه ښوونیز مرکز او له هغې مخکې د ګردېز په یوه جومات کې هم انتحاری حمله، د دغې میاشتې خونړۍ حملې ګڼل کېږی.د راپورونو له مخې، پر موعود ښوونیز مرکز په انتحاری حمله کې ۶۹ کسان وژل شوی او ۹۵ نور ټپیان شوی وو او د پکتیا په یوه جومات کې په انتحاری حمله کې بیا ۲۹ کسان وژل شوی وو او ۵۴ نور ټپیان وو.