روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په تور لېست کې د اظهر شاملول د امنیت د ټینګښت په ګټه دی

د ملی دفاع وزارت د ملګرو ملتونو امنیت شورا په تور لېست کې د پاکستان د جیش محمد ډلې مشر مسعود اظهر له شاملولو هرکلی وکړ. وزارت وایلی، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په تور لېست کې اظهر شاملول به په افغانستان کې له امنیت سره مرسته وکړی.د دغه وزارت ویاند قیس منګل د پنجشنبې په ورځ آزادۍ راډیو ته ویلی مسعود اظهر نه‌یوازې په افغانستان کې په ځینو حملو کې لاس درلود، بلکې د سیمې امنیت ته هم ګواښ و.ښاغلى منګل زیاتوی:(( دا چې د جیش محمد ډلې مشر د نړیوالو ترهګرو ډلو په لېست کې شامل شوی، موږ یې هرکلی کوو. د افغانستان په ځینو ولایتونو کې دغې ډلې ترورېستی حملې کړی، په تور لېست کې شاملول به‌یې په افغانستان کې په فعالیت اغېز وکړی او راکم به شی.))دا په‌داسې حال کې چې تازه د ملګرو ملتونو امنیت شورا د پاکستان د جیش محمد ډلې مشر مسعود اظهر د نړیوالو ترهګرو په تور لېست کې شامل کړ.هر هغه څوک چې په تور لېست کې شاملېږی بهرنی سفرونه نه‌شی کولای، شتمنۍ یې کنګل او په وسلو ګرځولو یې بندیز لګول کېږی.د راپورونو له مخې، مسعود اظهر چې له القاعدې او افغان طالبانو سره نږدې اړیکې لری، په ۹۰مه لسیزه کې د حرکت‌المجاهدین وسله‌والې ډلې بنسټ کېښود.نوموړی په ۱۹۹۴ میلادی کال کې د جمو کشمیر په سرېنګر کې د هند ځواکونو له لوری ونیول شو، د دغې ډلې غړو په ۱۹۹۹ میلادی کال کې له هند د نیپال پلازمېنې کټمنډو ته تلونکې الوتکه وتښتوله او په کندهار کې چې د طالبانو پیاوړى مرکز و، ښکته کړه.د هند حکومت مجبور شو ،چې د تښتول شویو مسافرو په بدل کې مسعود اظهر له زندانه خوشى کړی چې له آزادېدو وروسته‌یې د جیش محمد ډله جوړه کړه.افغان چارواکی وایی، چې دغې ډلې په ۱۳۹۴ لمریز کال کې په بلخ کې د هند په قونسلګرۍ باندې په حمله کې لاس درلود.تر ډېره جیش محمد ډله په هند کې په ترورېستی حملو کې په لاس لرلو تورنه ده.دغې ډلې د روان میلادی کال د فبرورۍ په ۱۵مه په کشمیر کې د ۴۰ هندی سرتېرو د وژلو مسوولیت منلی و.هند او پاکستان هم په تور لېست کې د مسعود اظهر له شاملولو هرکلی کړی.بل‌خوا د پوځی چارو افغان پوهان له هغې ډلې دولت وزیری وایی، چې په تور لېست کې له شاملېدو وروسته پاکستان باید مسعود اظهر ته د فعالیت اجازه ورنه‌کړی.دی وایی:(( په ډېرو ترورېستی ډلو بندیز لګول کېږی، خو بیا هم په پاکستان کې فعالیت لری، په ښکاره ورباندې بندیزونه وی، خو په پټه کې د پاکستان حکومت، استخباراتی او پوځی ادارې ورسره مرسته کوی، که واقعیت بندیزونه پرې ولګول شی، دوی ورسره کمزوری کېږی او له افغان سولې سره مرسته کوی.))د افغانستان دملی دفاع وزارت وایی ، چې له جیش محمد ډلې سره په خوا کې یو شمېر نورې پاکستانۍ ترورېستی ډلې هم په افغانستان کې فعالې دی، چې باید د ملګرو ملتونو امنیت شورا په تور لېست کې شاملې کړای شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید