روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په تورخم ښارګوټی کې د ښوونځی د جوړولو چارې پىل شوې

ننګرهار ولاىت د مومندرې ولسوالۍ په تورخم ښارګوټی کې د شمشاد دنګ غره ته نږدې له  څلوېښت کلن ځنډ وروسته د لومړی ځل لپاره د ىو لړ مراسمو په ترڅ کې د څلوردېرش مىلىونه او څلور سوه زره افغانىو په مالی لګښت د دوه پوړىزې ودانۍ د جوړولو چارې پىل شوې په دې مراسمو کې دننګرهار والی،امنىه قوماندان،مستوفی، د پوهنې،ښار جوړونې،ترانسپورت، حج او اوقافو،کانال، دکډوالو، کلىو دبیا رغاونې او پراختىا سرې مىاشتې، عدلی، ټولګټو چارو،کانونو،کار او ټولنىزو چارو، د نېشه ىې توکو پر ضد د مبارزې،کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ او ىو شمېر نورو ادارو ریىسانو او د مومندرې،روداتو، بټی کوټ او غنی خېلو ولسوالىو ولسوالانو او ىو شمېر نورو مسوولىنو شتون درلود .د ننګرهار والی حىات الله حىات د ىاد بنسټ د ډبرې له کېښودلو وړاندې غونډې ته د وىنا پر مهال خوښی ښکاره کړه،چې د ولسمشرغنی د ژمنې له مخې، په تورخم ښارګوټې کې دشمشاد دنګ غره ته نږدې له څلوېښت کلن ځنډ وروسته زده کوونکو ته د ښوونځی جوړولو د بنسټ ډبره کېښودل کېږی .ده زىاته کړه: ډېر ژر به په مومندرې ولسوالۍ کې د نورو ترڅنګ د لمرىزې برېښنا د شبکو د جوړولو چارې هم پىل کړی، خو په دې ولسوالۍ کې دپوهنىز بهىر پىاوړتىا ورته له هر څه لومړىتوب لری .د ننګرهار د پوهنې رییس حسىب الله شىنواری ووىل: سږ کال په دې ولاىت کې ىوسلو نوی ښوونځىو ته ودانۍ او د احاطې دېوالونه جوړوی،چې له ىادې جملې څخه ىې شپږ په مومندرې ولسوالۍ کې جوړېږی او اوس ىې د لومړنی ښوونځی د بنسټ ډبره کېښوده، ده د سىمې له  خلکو څخه هىله وکړه،چې خپل اولادونه ښوونځىو ته د زده کړو په موخه واستوی او د ښوونځىو د ودانىو په ساتنه کې مرسته وکړی .د ننګرهار د ښار جوړونې رییس عبدالقهار حىدری ووىل: د ىاد ښوونځی ودانۍ چې په شاوخوا درې نىم جرىبه مځکه کې یې د جوړولو چارې پىل شوې،په دوو پوړونو کې د ۳۴ مىلىونه او څلور سوه زره افغانىو په مالی لګښت د شاوخوا څلورو مىاشتو په موده کې جوړېږی،چې اتلس خونې، احاطه،د اوبو څا او نور ضروری ملحقات به ولری .د ىادې ودانۍ د بنسټ ډبرې له کیښودلو وړاندې د مومندرې ولسوال حضرت خان خاکسار، د ىادې ولسوالۍ د پوهنې مدىر، قومی مشر ملک اولداد د ننګرهار  له والی او د پوهنې له ریىس څخه مننه وکړه،چې له څلوېښت کلن ځنډ وروسته ىې په تورخم ښارګوټې کې د ښوونځی د جوړولو چارې پىل کړې. دوى په ىاده ولسوالۍ کې د پوهنې د پىاوړتىا په برخه کې ىو شمېر نور وړاندىزونه هم وکړل .

ممکن است شما دوست داشته باشید