روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په ترکیه کې له اوره وېرېدلی سیلانیان خوندی سیمو ته لېږدول شوی

په ترکیې وړمه ورځ هلته له اوره ویریدلی سیلانیان په بیړیو کې خوندی سیمو ته انتقال کړل.ترکی رسنۍ وایی، دا ګام وروسته تر دې پورته شو ،چې د ایجین سمندرګی په ځنګله کې د بل شوی اور ګواښ تر هوټلونو ورسېد.د ژغورنې دا عملیات د سمندر غاړې ځواکونو له خوا ترسره شوی دی، خو له شخصی بیړیو هم غوښتل شوی ،چې دې عملیاتو کې مرسته وکړی.دا اور دوه ورځې وړاندې د ترکیې د توریستی ښارونو انتالیا، بودروم، مارماریس او مرسین په ځنګلونو کې ولګېد او باد یې لمن لا پسې پراخه کړه.د ترکیې اناتولی خبری اژانس وېیلی چې ولسمشر رجب طیب اردوغان په اور ځپلو سیمو کې عمومی فاجعه اعلام کړې او وېیلی یې دی ،چې د دې پېښو د لاملونو په اړه به څېړنه کېږی.په دې اور لګېدنه کې د ځنګله د دوو کار کوونکو په ګډون ۶ کسان وژل شوی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید