د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
ترکی چارواکی وایی: د دې هېواد په سواحلو کې د کډوالو د وړې کښتۍ د ډوبېدو په پېښه کې درې افغان مېرمنې او یو کوچنی مړه شوی دی. اسوشېټېډ پرېس اژانس د ترکی چارواکو په حواله خبر ورکړی، چې په کښتۍ کې ۱۵ کډوال سپاره وو، چې غوښتل یې د یونان لیزبوس ټاپو ته ورسېږی.ترکی مقاماتو ویلی ، چې په ډوبې شوې کښتۍ کې ۱۵ افغان او ایرانی کډوال سپاره وو چې ۱۱ یې ژغورل شوی دی.که څه هم چې په ۲۰۱۶ م کال کې اروپایی هېوادونو ته د کډوالو د څپې د مخنیوی په اړه د ترکیې او اروپایی ټولنې ترمنځ له موافقې وروسته د ترکیې له لارې یونان ته د کډوالو د اوښتو بهیر محدود شوی، خو بیا هم کډوال او پناه غوښتونکی هڅه کوی چې له دې لارې اروپا ته ورسېږی.