روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په بیلابېلو ولایتونو کې د امیرالمؤمنین ملا اختر محمد منصور د شهادت شپږم تلین ونمانځل شو

په پروان، بغلان او لوګر کې د شمس الشهداء شهید امیر المؤمنین ملا اختر محمد منصور تقبله الله د شهادت د شپږم تلین په مناسبت نمانځغونډه د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوری د یاد ولایت د غونډو په تالار کې ترسره شوه. د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوی شمس الحق صدیقی د نمانځغونډې په لومړیو شیبو کې وویل:((شهید امیر المؤمنین ملا اختر محمد منصور تقبله الله نه یوازې د الله (ج) په لاره کې یو عملی، مجاهد او میړنی اتل و،بلکې د کفری یرغل په مقابل کې د اسلامی لښکر او فدایانو سپاه سالار او سر لښکر و· ښاغلی صدیقی زیاته کړه: امیر المؤمنین شهید شو،زموږ لپاره دا کفایت کوی چې تر شایې داسې ملګری پرې ایښی چې د هغه یون به تکمیلوی او د همدې مسیر برکت و،چې په ټول هېواد کې اسلامی نظام قایم شو.د غونډې په ترڅ کې د پروان والی مولوی عبیدالله امین زاده ګډون کوونکو ته وویل: د اسلامی نظام له پیدایښته تر نننه داسې څېرې تېرې شوې چې نړیوالو ته یې درسونه ورکړی.امیر المؤمنین ملا اختر محمد منصور تقبله الله په خپلو وینو خلکو ته درس ورکړ، شهید د یوې شمعې حیثیت لری چې ځان سوځوی او نورو ته رڼا وربښی.د پروان د استناف محکمې رئیس شیخ الحدیث والقرآن مولوی محمد قسیم محمدی ګډون کوونکو ته وویل: هر کله چې په یوه نظام کې فساد پیدا شی د هغوی په مقابل کې خدای (ج) یو نظام پیدا کوی چې هغه نظام مات کړی.

د دې مبارک شرعی نظام په راتګ مو د شهید امیرالمؤمنین منصور تقبله الله په څېر ډېرې دنګې ځوانۍ له لاسه ورکړې او هغوی د دې نظام د راوستلو لپاره خپل ځانونه قربان کړی.شهید منصور تقبله الله د مخکینی مفسد نظام جرړې را وویستلې او په مسؤلینو یې غږ وکړ،چې د تېر انقلاب د شهیدانو د کونډو او یتیمانو پالنه وکړی او یتیمانو ته دې د زده کړو زمینه برابره کړی.

مرستیال والی مفتی محمد ادریس انوری بیا ګډون کوونکو ته د شهید امیر المؤمنین ملا محمد منصور تقبله الله د مېړانې په هکله وویل: د شهید امیر المؤمنین لاسته راوړنې ډېرې دی او زیاته یې کړه:شهید ملا محمد عمر مجاهد یې د اسلامی امارت مؤسس او ملا اختر محمد منصور یې د ا.ا مجدد و. شهید امیر المؤمنین له سیاسی لحاظه افغانستان له نړۍ سره یوځای کړ او مثال یې په قطر هېواد کې د ا.ا دفتر پرانستل و،د امیر المؤمنین یو بله لویه مېړانه دا وه چې د امیر المؤمنین ملا محمد عمر مجاهد له مړینې وروسته یې د هغه د مړینې خبره پټه ساتلې وه او د حکومت چارې یې هماغسې کړندۍ روانې وې. ښاغلی انوری زیاته کړه: هغه ډېر اصلاحات خوښوونکی و او د امیر المؤمنین ملا محمد عمر مجاهد تقبله الله په کړنو یې ډېر عمل کوه.

همدارنګه په بغلان کې د ملا اخترمحمد منصور د شهادت شپږم تلین په مناسبت لمانغونډه ترسره شوه.

د بغلان د اطلاعاتو او کلتور ریاست  له لوری په دغه ولایت کې د اسلامی امارت د مخکینی امیرالمؤمنین شهید ملا اخترمحمد  منصور د شهادت شپږم تلین په مناسبت نمانځغونډه ترسره شوه چې ګڼو دینی عالمانو، دولتی مسؤلینو او د اسلامی امارت مجاهدینو په کې برخه اخیستې وه.

غونډې ته په وینا کې د بغلان د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوی اسدالله مصطفی هاشمی وویل چې شهید ملا اختر محمد منصور تقبله الله د اسلامی امت هغه اتل و،چې د غربی ښکېلاک پر وړاندې یې د رزمی ډګر تر څنګ سیاسی ډګر کې نړیوالو ته حیرانوونکې ماتې ورکړه.

ښاغلی هاشمی وویل: ((شهید امیرالمؤمنین په افغان خاوره هغه ریښتونی او غیرتی ځوان و،چې نړیوال استخباراتی ادارې یې چلینج کړې او د هغوی شومې ارادې یې له خاورو سره خاورې کړې، د مرحوم امیرالمؤمنین له شهادته وروسته د اسلامی امارت د صف یووالی یې هغه ستره بریا وه چې غربیانو او ګوډاګیانو یې د وېش او اختلافونو لپاره شپه او ورځ په ځان یوه کړې وه، د دغه سپېڅلی صف د خرابوالی لپاره یې مټې را بډ وهلې وې او د  اسلامی امارت په وړاندې یې له تبلیغاتو په پراخه پیمانه کار اخیسته.))

غونډې ته د بغلان والی قاری بختیار معاذ وویل چې شهید ملا اختر محمد منصور تقبله الله د داسې سپیڅلی عزم خاوند و چې د مغرورو پر وړاندې هر ډګر ګرم وساته، یوازې او یوازې د رب العالمین د قانون د نفاذ په خاطر یې سختۍ او تکلیفونه پر ځان ومنل او د اسلامی امارت د یووالی لپاره یې تر اخری حده خپله مبارزه وکړه ، غربیانو او د هغوی اجیرانو ته یې اجازه ورنه کړه چې د یو ریښتونی صف وېشلو او اختلافونو ته زمینه برابره کړی.

ملا اختر محمد بریالی د بغلان د امنیې قومندانۍ د امنیت امریت مرستیال وویل چې په قطر کې د سیاسی دفتر پرانیستل هم د شهید امیرالمؤمنین تقبله الله د سیاسی بصیرت زېږنده او د ده تقبله الله سیاسی دیپلوماسی وه چې د امارت مشران یې په نړیوال سټیج ودرول او دنیاوال یې وپوهول چې اسلامی امارت د ترورېزم ریښه نه،بلکې له خپل هېواده د غربی ښکیلاک د ناولیو پوځیانو د ایستلو او د هېواد د خپلواکۍ لپاره یې سپېڅلې مبارزه مسلم حق ده.

د غوڼدې نورو برخه والو وویل چې  د شهید ملا  اختر محمد منصور له افغانستانه د امریکایی ځواکونو د وتلو او بیا له افغان لوریو سره د سولې او تعامل غوښتونکی و او نه یې غوښتل چې صلیبی ځواکونه په افغانستان کې خپل شتون ته دوام ورکړی. دغه راز : د لوګر مرکز پل‌علم د ښاروالۍ په تالار کې هم د امیرالمومنین ملا اختر محمد منصور د شهادت د شپږم تلین په مناسبت غونډه کې د لوګر والی مولوی عنایت‌الله سربېره، د لوګر مرستیال والی مولوی انعام‌الله صلاح‌الدین، د لوګر ولایت د دوهمې واحدونو رئیسانو، د خپلواکو آمریتونو آمرینو، ولسوالانو، د ولسوالیو امنیه قوماندانانو، مجاهدینو، قومی مشرانو او ځوانانو ګډون کړی و.

د لوګر والی مولوی عنایت‌الله په خپلو خبرو کې امیرالمومنین ملا اختر محمد منصور تقبله‌الله یو متدین او وطن دوسته شخصیت وباله او ویې ویل، زه د امیرالمؤمنین ملا اختر محمد منصور تقبله‌الله نه ښه خاطره لرم. د لوګر د والی په خبره، شهادت د لوى څښتن تعالی له ټولو غوره ډالۍ ده، چې هر څوک یې نه شی ترلاسه کولى، امیر‌المومنین ملا اختر محمد منصور تقبله‌الله د اسلام او خداى په لاره کې شهید شو.  د لوګر والی همدا راز زیاته کړه، چې زموږ د زرګونو ځوانانو او مجاهدینو په شهادت سره اشغالګر زموږ او ستاسو له سپېڅلې خاورې او وطنه تورمخ او شرمیدلی ووتل.

د لوګر مرستیال والی مولوی انعام‌الله صلاح‌الدین په خپلو خبرو کې د امیرالمؤمنین ملا اختر محمد منصور شهادت د ټولو مسلمانانو لپاره ویاړ وباله او ویې ویل چې شهادت د خداى په نزد له ټولو غوره درجه او عزت دى. د لوګر د مرستیال والی په خبره، امیرالمؤمنین ملا اختر محمد منصور تقبله‌الله له دې ویاړه برخمن شو. مولوی انعام‌الله صلاح‌الدین هم د خدای په لاره کې د جهاد د فرضیت په اړه په تفصیل سره خبرې وکړې او ویې ویل، جهاد به د قیامت تر ورځې پورې په مختلفو شکلونو کې دوام ولری. بیا د لوګر له مشهورو عالمانو څخه مولوی پیر محمد ابراهیم حقانی د امیرالمؤمنین ملا اختر محمد منصور تقبله‌الله د شخصیت په اړه په زړه پورې خبرې وکړې. په دغه پرتمینه غونډه کې د لوګر او ننگرهار ولایتونو لیکوالانو او شاعرانو هم د امیرالمومنین تقبله‌الله د سیرت او شخصیت په اړه مقالې او شعرونه ولوستل.

 

ممکن است شما دوست داشته باشید