روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په بهرنىو چارو وزارت کې د اصلاحاتو په راوستلو د ولسمشر غنی ټینګار

د ولسمشر غنی وىاند صدىق صدىقی وایی چې ولسمشر غنی د بهرنىو چارو وزارت له سرپرست ادرىس زمان سره لىدلی او په وزارت کې ىې د عاجلو اصلاحاتو په راوستلو ټینګار کړى دى.

صدىق صدىقی د ىکشنبې په ورځ  د بهرنىو چارو وزارت لپاره د نوی وىاند ګران هېواد د پېژندلو په غونډه کې ووىل: (( ولسمشر غنی په دې تاکىد کوی چې د بهرنی سىاست د پلی کوونکی په توګه دې دا وزارت د بهرنىو اړىکو او سىمه یىزو اقتصادی همکارىو د زىاتولو لپاره، د افغانستان ستراتىژىک او اوږد مهال لىد لوری/پلانونه پر مخ بوځی.)) ښاغلی صدىقی ووىل چې ولسمشر همدغه راز د وزارت له سرپرسته وغوښتل چې د وزارت د فعالىت لپاره دې د (( لواىحو د جوړولو او څرنګوالی )) د برخې جوړولو په هکله جدی اقدامات وکړی.

ولسمشر غنی همدغه راز د دېپلوماتانو په ګمارلو کې د (( د سمو او منلو شوىو معىارونو )) په مشخص کولو ټینګار کړى او وىلی چې دېپلوماتان او د بهرنىو چارو وزارت ماموران دې باىد د وړتىا او استعداد په اساس وګمارل شی.

ولسمشر غنی داسې مهال د افغانستان د بهرنىو چارو په وزارت کې د اصلاحاتو او سمون په راوستلو ټینګار کوی چې څه موده مخکې د دغه وزارت سرپرست صلاح الدىن ربانی له دندې استعفا وکړه. هغه په خپل استعفا لىک کې لىکلی وو: (( اوس چې د ملی وحدت د حکومت کاری موده ختمه شوې او په اوسنىو حساسو شراىطو کې تر بل هر وخت پىوستون او نږدىوالی ته ډېر ضرورت دى، د هغوى له لوری، چې د دولت سازۍ ادعا لری، په بېلابېلو ډولونو د دولتی ادارو تخرىب د پټولو او منلو نه دى.))

د ښاغلی ربانی تر استعفا مخکې ارګ پاکستان ته د طالبانو د ىو پلاوی د سفر په اړه د بهرنىو چارو وزارت وىاند صبغت الله احمدی د  (( نامسولانه څرګندونو )) له کبله له دندې لېرې کړى و. تر دې مخکې د فساد پر ضد د ارزىابۍ او نظارت کمېټې هم د بهرنىو چارو وزارت په اداری فساد تورن کړى و او د اداری اصلاحاتو کمېسىون بىا وىلی وو چې دغه وزارت ورسره همکاری نکوی. په ىو بل اقدام کې د بهرنىو چارو وزارت معىنې ناهىد اىثار ته چې ولسمشر غنی ګمارلې وه، په وزارت کې ورته د کار اجازه ورکړل شوې نه وه.

ممکن است شما دوست داشته باشید