د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د بلغاریا پلازمېنې صوفیې ته نږدې د سېلانیانو د بس د ټکر په پېښه کې ۱۶ کسان مړه او ۲۶ نور ټپیان شوی دی. د صوفیې د بیړنیو پېښو د روغتون چارواکی ویلی چې د پنځو ټپیانو وضعیت تراوسه خطرناک دى. دا پېښه شنبه د صوفیې په پنځوس کیلومترۍ سووج ښارګوټی ته نږدې پر لویه لاره هغه مهال وشوه چې بس له څلورو نورو موټرو سره ټکر وکړ. د پولیسو په وینا، په دغه بس کې ۳۳ عبادت کوونکی سپاره وو چې په سیمه کې صومعې ته تلل. د دغې پېښې د څرنګوالی په اړه څېړنه پیل شوې ده.