روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په بلخ کې لسګونه کسان د بېلابېلو جرمونو په تور نیول شوی

د بلخ پولیسو په دغه ولایت کې د بېلابېلو جرمونو په تړاو  د شاوخوا ۲۰۰ کسانو د نیولو خبر ورکړ.د بلخ د امنیې قوماندانۍ مسوولین وایی: امنیتی منسوبینو په تېرو درېیو میاشتو کې شاوخوا ٢٠٠ کسان د بېلابېلو جرمونو په تړاو نیولی دی.د بلخ د امنیې قوماندانۍ د امنیت امرقاری عبدالحی عابد وویل: په بلخ کې د اسلامی امارت د واکمنۍ د درېیو میاشتو په موده کې امنیتی منسوبینو نږدې دوه سوه کسان د بېلابېلو جرمونو په تړاو نیولی او دوسیې یې عدلی او قضایی ارګانونو ته لېږلی دی.هغه د بلخ اوسېدونکو ته ډاډ ورکړ، چې په دغه ولایت کې یې د امنیت د تامینولو په موخه د امن اوعامه نظم کنډک او د منصوری کنډک چې د اسلامی امارت له ځانګړو قطعو څخه جوړ شوى دى، ګارنیزیون او د لویې لارې کنډک ، ګمارلی دی. عابد دغه راز د بلخ له خلکو وغوښتل، چې د خپلو انسانی او ملی مسوولیتونو له مخې له امنیتی ځواکونو سره په امنیتی برخو کې همکاری وکړی، تر څو د خلکو او دولت ترمنځ  معنوی اړیکې او همکارۍ رامنځته شی.د مزارشریف ښاریان هم د خلکو او امنیتی ځواکونو ترمنځ  د امنیت او ښو اړیکو څخه خوښ دی او د دې اړیکو د پیاوړتیا لپاره ژمن دی. باختر

ممکن است شما دوست داشته باشید