روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

(( په بغلان کې سلګونه کسانو د طالبانو پر ضد پاڅون کړی))

د بغلان سیمه‌ییز امنیتی چارواکی وایی، چې په دغه ولایت کې سلګونه کسانو وسلې اخیستې او د طالبانو پر ضد یې د جګړې اعلام کړی دی.د بغلان د امنیه قوماندانۍ له لوری په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلی، چې د بغلان سلګونه اوسېدونکو د سیمه ییزو پاڅونوالو په چوکاټ کې له افغان امنیتی ځواکونو څخه د ملاتړ په موخه وسلې اخیستې او د طالبانو پر ضد یې د جګړې اعلام کړی دی.په خپاره شوی انځور کې ښکاری، چې یو شمېر کسانو وسلې پر لاس د شعار په بڼه لاسونه پورته کړی دی.دا پاڅون داسې مهال کېږی، چې دوه ورځې وړاندې د دغه ولایت د مرکزی بغلان ولسوالۍ زوړ ښار له جګړې پرته د طالبانو لاس ته لوېدلی و او امنیتی ځواکونو له دغې سیمې څخه تکتیکی شاتګ کړی و.بلخوا طالبانو په بغلان کې په وروستیو جګړو کې نیول شوی ۶۵ سرتېری له خپل بند څخه خوشې کړی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید