روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په بغلان کې د ادیب راډیو خپرونې بیا پیل شوې

ادیب راډیو په بغلان کې له سیمه ییزو راډیوګانو څخه ده چې پخوانی رژیم له نسکورېدو مخکې د هغه خپرونې بندې شوې وې او د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ بیا پیل شوې.د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو آمر مولوی عبدالفتاح رحیمی د باختر آژانس سیمه ییزخبریال ته ویلی، چې ادیب راډیو په بغلان کې د لسو سیمه ییزو رسنیو څخه ده چې د اقتصادی ستونزو له امله د هغه خپرونې له یو کال را په دې خوا بندې شوې وې.د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوی اسدالله مصطفی هاشمی د راډیو په ګډون د رسنیو د ارزښت په اړه څرګندونې وکړې او زیاته یې کړه چې رسنۍ او ژورنالیستان د ښې حکومتوالۍ د جوړولو او پیا وړتیا په لاره کې اغیزمن دی له دې امله اجابوی ،چې د اسلامی ا مارت د واکمنۍ د ټینګښت او پیاوړتیا په مقصد ګټورې هڅې وشی.د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د ادیب راډیو د فعالیت بیا پیلېدل د ا طلاع رسونې په لاره کې ارزښتناک ګام وباله او د روزنیزو، دینی او معلوماتی پرورګرامونو په خپرولو یې ټینګار وکړ.

د یادونې وړ ده چې په بغلان کې د صوتی او تصویری او چاپی په ګډون ۱۲ رسنۍ او د کېبل یوه دستګاه فعالیت کوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید