د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
په برېتانیا کې رسماً پر هغو موټرو چې پر تېلو چلېږی بندیز لګول کېږی.د یاد هېواد لومړی وزیر بوریس جانسون ویلی ، چې له دې وروسته به په تېلو چلېدونکی موټرې برېتانیا ته نه وارېدېږی. جانسون زیاته کړې، تر ۲۰۳۰م کال وروسته به ټول هغه موټرې له برېتانیا ټولېږی، چې په تېلو چلېږی.د نوموړی په خبره د دې پر ځای د برېتانیا حکومت پرېکړه کړې ، چې برېښنایی موټرونه وکاروی او په راتلونکې کې د دغه ټکنالوژۍ په لا پراختیا کې پرهڅو او پرمختګونو ټینګار کوی.په پرمختللې نړۍ کې په دې وروستیو کې هڅه کېږی، چې دهوا د ککړتیا مخنیوی وشی او هغه وسایط چې هوا ککړوی له منځه یوړل شی.بل لورته د برېتانیا اوسېدونکی هم د حکومت له دې پرېکړې هرکلی کوی.دوی وایی: خوښ دی چې د پرمختګ پر لور ګامونه اخلی او پرمختللې نړۍ کې سیالی کوی.