روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په بدخشان کې ۱۰۰ ښځینه پولیسې بېرته پر خپلو دندو ګمارل شوی

په بدخشان کې امنیتی چارواکی وایی ،چې ددغه ولایت پخوانۍ پولیس افسرانی یو ځل بیا د اړتیا له امله په دندو ګمارل شوی دی.دغه ښځینه پولیسو په هېواد کې د اسلامی امارت له واکمنېدو وروسته په کور کښېنا ستلې وې ،خو وروسته چې د امنیتی ادارو له خوا یې اړتیا پیښه شوه، پر دندو ګمارل شوی دی.د بدخشان امنیه قوماندان ویلی ،چې موږ په بدخشان کې اوس له ۲۰ څخه تر ۲۵ پوری ښځینه لوړ رتبه افسرانی او له ۷۰ څخه تر ۸۰ شاوخوا ښځینه پولیسی لرو چې په تیر نظام کې یې هم دنده تر سره کړې.په بدخشان کې ښځینه پولیسی په ځانګړی ډول د کور په کور تلاشی برخه کې فعالیت لری ،تر څو وکولای شی په خوندی توګه کورونو ته ورشی او د تلاشی پروسه تکمیل کړی.د خالدې په نامه یوې ښځینه پولیسی رسنیو ته ویلی، چې کله کوم جرم پیښ شی، او د دې اړتیا وی چې موږ د خلکو کورونو ته ورشو، نو د ښځینه پولیسو په حیث دا موږ ته اسانی وی.په ورته توګه هغه جرمونه چې ښځی په کې دخیلی وی، د ښځینه پولیسو له خوا یې نیول او ترې تحقیقات کول آسانه او په پرده کی وی.باید وویل شی چې د کورنیو چاروزارت په چوکاټ کې ډېری پخوانۍ افسرانی بیرته کارونو ته په خپله خوښه ور ګرځېدلی.

ممکن است شما دوست داشته باشید