روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په بدخشان کې د ۵۸۵ پروژو چارې روانې دی

د PDC په غونډه کې چې د دغه ولایت په مرکز فیض آباد ښار کې د بدخشان ولایت د مرستیال په مشرۍ جوړه شوې وه، په یاده غونډه کې د اقتصاد ریاست مسئولینو وویل، چې روان کال په دغه ولایت کې د ۵۸۵ پروژو چارې روانې دی.په دې غونډه کې د اقتصاد رئیس قاری عبدالباسط لطیفی وویل، چې د۸۵ ملی او نړیوالو بنسټونو له لوری د روان کال په ۶ میاشتو کې  په ۷ بېلابېلو سکتورونو کې ۵۸۵ پروژو کې ۲ زره ۵۰۹ تنو ته د کار زمینه برابره شوې، چې ۷۶۳ تنه یې ښځې دی.قاری لطیفی زیاته کړه، چې د روان کال په لومړیو ۶ میاشتو کې په بدخشان کې ۴۹ کورنۍ او ۳۶ بهرنۍ موسسې فعالیت کوی، چې په ټولیز ډول د څه باندې  ۵۷ میلیونه افغانیو په لګښت یې په بېلابېلو سکتورونو کې پلی کوی.د نوموړی په وینا: په دې پروژو کې ۳۴۴ پروژې د نړیوالو بنسټونو له خوا او ۲۴۱ پروژې په دې ولایت کې د ملی بنسټونو له خوا پلې شوې دی.په دغې غونډه کې د بدخشان د آغاخان سیمه ییز مسئول ډاکټر شمس علی شمس وویل، چې د دغه انستیتیوت کاری لومړیتوبونه په لرې پرتو سیمو کې د پروژو پلی کول دی او تل یې له اړوندو ادارو سره په همغږۍ کار کړی دی. باختر

ممکن است شما دوست داشته باشید