د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
په ایران او هند کې د کورونا تازه څپو ګواښونه ډېر کړی دی.د رسنیو د راپورونو له مخې په ایران کې هره ورځ تر ۳۰۰ ډېر کسان د کورونا له امله مړه کېږی. د وروستیو معلوماتو له مخې،وړمه ورځ په ایران کې کورونا ناروغۍ ۳۸۰ کسان مړه کړی دی.سرچینې وایی، چې ایرانی حکومت د مړو شویو کسانو رېښتینې شمېره پټوی.دوی وایی: په ایران کې په ورځ د کورونا له امله د مړو شویو شمېره تر ۶۰۰ هم لوړه ده.بل لورته بیا په هند کې هم د کورونا تازه څپې اندېښنې زیاتې کړې دی.هندۍ رسنۍ وایی: تازه وړمه ورځ تر ۳۵۰ زره ډېرې مثبتې پېښې په هغه هېواد کې ثبت شوې دی.سرچینې وایی، کورونا په هغه هېواد کې په بېسارې توګه د پراختیا په حال کې ده.د رسنیو د معلوماتو له مخې د پېښو د زیاتوالی له امله په هند کې ډېری روغتونونه د توکو او اکسیجن له کمښت سره مخ دی. رسنۍ وایی: په روغتونونو کې ځای نشته، اکسیجن ناروغانو ته نه رسېږی او د مړو سوځولو چارو ته رسیدګی سخته شوې ده