روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په اندونیزیا کې زلزلې ۱۶۲ تنو ته مرګژوبله اړولې

په اندونیزیا کې سختې زلزلې ۱۶۲ تنه مړه کړی او په سلګونو نور یې ژوبل کړی دی. چارواکی وایی زلزلې د دغه هېواد لوېدیځ جاوا ایالت ځپلی او یو شمېر خلک ورک هم دی او ممکن د مرګژوبلې شمېر زیات وی. د لوېدیځ جاوا والی رضوان کامل ویلی، چې د زلزلې مرکز د سیانجور ښار و. کامل په دې زلزله کې د ۱۶۲ کسانو د وژل کېدو پخلی کړی او ویلی یې دی،چې په دې زلزله کې له ۳۶۲ ډېر کسان زیاتره د ودانیو د نړېدو له امله ټپیان شوی دی. د اندونیزیا د بحران ادارې ویاند عبدالمهاری ویلی،‌ چې په سیانجور کې په زلزلې کې ۲۰۰۰ کورونه خراب شوی او نږدې ۱۳۰۰۰ کسان بېځایه شوی دی. دغه راز برېښنا پرې شوې ده او مخابراتی شبکو هم کار پرېښی دی. په سیمه کې چارواکی وایی د ‌ځمکې ښوېدو له امله یو شمېر خلک اېستل کېدای نه شی او ایسار پاتې دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید