د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
په اندونیزیا او ختیځ تېمور کې د سختو اورښتونو له امله ۷۰ کسان مړه او په لسګونه نور کسان ورک شوی دی.چارواکو پرون وویل: بارانونه په ختیځ تېمور او د اندونیزیا په اړوندوسیمو کې د سېلابونو د راوتلو او مځکې ښویېدو سبب شوی.وروسته له هغې، چې د اندونیزیا د اډونارا ټاپو په لامینیلی کلی کې پر کورونو له یوې غونډۍ خټې وښویېدې، ژغورندویې ډلې وتوانېدې ۳۸ مړی راوباسی.د طبیعی پېښو پر وړاندې د مبارزې محلی چارواکو وېیلی، لږ تر لږه ۵ کسان ټپیان شوی .بلخوا په اندونیزیا کې د طبیعی پېښو پر وړاندې د مبارزې ملی ادارې وېیلی، د هغه هېواد په نورو برخو کې هم سېلابونو ۱۷ کسان مړه کړی او ۴۲ کسان لادرکه دی.د دغې ادارې پر وینا د ۵۵ کسانو مړینه لوړ شمېر دی او ښایی دا شمېر بدل شی. دغه اداره وایی: ۴۲ نور کسان لا موندل شوی نهدی.دغهراز په ختیځ تېمور کې ،چې د اندونیزیا او اسټرالیا ترمنځ پروت هېواد دی، ۱۶ کسان مړه شوی.