روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په امریکا کې په میلیونو کسان د بې کوره کېدو له خطر سره مخ دی

په تیر جون میاشت کې د امریکا د ستری محکمې حکم پراساس ، خو دغه تدابیر کېدلای شی د هغه هېواد د کانګرېس په موافقه تمدید شی، خو کانګرېس ونشوای کولای، چې د دوبی د رخصتۍ تر پیل کېدو دمخه د دغو تدابیرو پر تمدید روغی جوړی ته سره ورسېږی.دا هم په داسی حال کی ده، چی جمهوررییس جوبایدن د تیری پنجشنبه په ورځ  د کانګرېس څخه وغوښتل، چې دغه تدابیر تمدید کړی، خو نتیجه یې ورنه کړه، مخکی تر دې چی کانګرېس د اګست میاشتی په اخره کې د دوبی تر رخصتۍ وروسته په دې اړه فیصله وکړه، جمهوری غوښتونکو په قاطعیت سره د دیموکراتانو دا غوښتنه رد کړې، چې دغه تدابیر دی د اکتوبر تر نیمایی تمدید کړی، خو په خپله د دیموکراټانو په منځ کې هم دا موضوع شخړه ییزه ده. د امریکا د نمایندګانو د مجلس رییسی، نینسی پیلوسی په تویتر کی لیکلی: (( دا چې د جبری اېستلو په مقابل کې د حفاظت تدابیر بلاک کېږی، دا یو ډېر ظالمانه عمل دی. اوس به نو کوچنیان او فامیلونه بې سرپناه او پر سړکونو باندی بیدیږی.))

ممکن است شما دوست داشته باشید