د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د امریکا د جانس هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې، په هغه هېواد کې په کورونا وبا د اخته کسانو شمېر نږدې اوه میلیونه ته ورسېد.سرچینه وایی: دغه راز له دې ویروس څخه د مړو شویو شمېر څه باندې ۲۰۳زره ته رسېدلی دی.د معلوماتو له مخې، امریکا په نړۍ کې لومړی هېواد دی، چې کورونا ویروس په کې ډېر کسان مړه کړی او ډېر کسان په کې په دغه ویروس اخته دی.له امریکا وروسته هند دی، چې څه باندې ۸،۵ میلیون کسان په کې په یاد ویروس اخته شوی او شاوخوا ۹۲زره نور مړه شوی دی.په برازیل کې بیا ۶،۴ میلیون کسان په دغه ویروس اخته دی او ۱۳۹زره نور مړه شوی دی.کورونا ویروس په امریکا کې نه یواځې ،چې د اخته کسانو شمېر په کې تر نورو هېوادنو لوړ دی زرګونه کسان یې هم بې روزګاره کړل چې ویل کېږی اوس په سخت حالت کې ژوند لری.