روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

په امریکا کې پرکورونا د اخته کسانو شمېر تر ۷ میلیون او ۶۰۰ زره واوښت

  د روغتیا نړیوال سازمان د راپور له مخې، په امریکا کې پر کورونا وبا د اخته کسانو شمېر تر ۷ میلیون او ۶۰۰ زره اوښتی دی.د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، په دغه هېواد کې پر کورونا د اخته کسانو ټول شمېر ۷ میلیون او ۶۰۰زره او ۸۴۶ ته رسېدلی دی.سرچینه زیاتوی، چې په امریکا کې تر اوسه له یادې ناروغۍ ۲۱۴ زره او ۲۷۷ کسان مړه شوی او څلور میلیون او ۸۰۰ زره او ۵۰۰ نور بیا بېرته روغ شوی دی.د یادونې ده، چې د تېرې جمعې په ورځ د یاد هېواد ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم پر کورونا ویروس تر اخته کېدو وروسته روغتون ته لېږدول شوی دی.په لومړیو کې د ټرمپ مشاور ویلی وو ،چې ټرمپ دساه اخیستولو ستونزه پیدا کړې او ستونزه یې جدی ښ وه،

ممکن است شما دوست داشته باشید